له سرزوروقدرتونوسره مقابله د ملت ترټولوحکیمانه حرکت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107780-له_سرزوروقدرتونوسره_مقابله_د_ملت_ترټولوحکیمانه_حرکت_دی
د مستکبرانو له سرزوریو سره د مقابلې لپاره له اسلامی انقلابه وروسته په ټولوکلونو کې د ایران د ولس حرکت عاقلانه  او  او په بشپړ ډول د ملی ګټو په لړ کې دی . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 08:52 Asia/Kabul
  • له سرزوروقدرتونوسره مقابله د ملت ترټولوحکیمانه حرکت دی

د مستکبرانو له سرزوریو سره د مقابلې لپاره له اسلامی انقلابه وروسته په ټولوکلونو کې د ایران د ولس حرکت عاقلانه  او  او په بشپړ ډول د ملی ګټو په لړ کې دی . 

زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  نن د اسلامی شورا له څرګندې غونډې پيلیدا مخکې پخپلې وینا کې له نړیوالې استکبار سره  مبارزې دم لی ورځې یعني د لړم دمیاشتې د دیارلسمې نیټې د رارسیدا په درنښت سره ووئيل،په دغې تاریخي د امام د لارې پيروکارو محصیلینو په میړنتوب سره د جاسوسۍ ځاله یعني د امریکاسفارت ونیوۀ.

د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې،دجاسوسۍد ځالې نیولل لامل شوي دي د امریکا او نورومستکبرو رژیمونو د سرزوریو او لاسوهنو په وړاندې ددرستې نړۍد عدالت غواړو او حقیقت پالولپاره نوی سپرکی رامینځةکړ .قالیباف همداراز ووئيل، د مستکبرانو له سرزوریو سره د مقابلې لپاره له اسلامی انقلابه وروسته په ټولوکلونو کې د ایران د ولس حرکت عاقلانه  او  او په بشپړ ډول د ملی ګټو په لړ کې دی . 

 د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې،د امریکا او له دې مخکې د انګلستان په څير د استکباري هیوادونه هیڅکله  نه دي توانیدلي،په ماډرن جنګي آوزارونو او پيچلو دسیسو سره   د ایران د ولس دخپلواکۍ ،موجودیّت  یا ګټو په ضد اقدام وکړي  چې په هغوکې یوازې  یو مورد،د زمري د میاشتې د اته ویشتمې نیټې کودتا  ده.قالیباف زیاته کړې ، له دغوسرزورو قدرتونو سره   مقابله او  او دهیواد د ګټو دفاع ،او ملی امنیت او وحدت،د ایران د ملت یو ترټولوحکیمانه اجتماعي حرکت دی .