ایران د ناپيیلي هیوادونو په استازیتوب د بندیزونو د ختمولو غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107838-ایران_د_ناپيیلي_هیوادونو_په_استازیتوب_د_بندیزونو_د_ختمولو_غوښتونکی_شو
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازې د ناپییلي هیوادونو په استازیتوب په هیوادونو باندې د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو د یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو د ختمولو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 10:04 Asia/Kabul
  • ایران د ناپيیلي هیوادونو په استازیتوب د بندیزونو د ختمولو غوښتونکی شو

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازې د ناپییلي هیوادونو په استازیتوب په هیوادونو باندې د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو د یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو د ختمولو غوښتونکی شو.

زهرا ارشادی د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي په شپږمه کمېټه کې وویل: د ناپېیلي هیوادونو غورځنګ له هغو هیوادونو څخه چي په یو اړخیزه توګه بندیزونه لګولي، غواړي چي دغه بهیر ته د پای ټکی کښیږدوي.

ارشادي د مخ په ودي هیوادونو په ضد د اقتصادي اقداماتو څخه د اندېښنې په ښودلو سره ټینګار وکړ چي یو اړخیز بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور څخه سرغړوی دی او د نړیوالو قوانینو او د سوداګریو د نړیوال سازمان د کمزوري کېدو سبب ګرځي.

هغې زیاته کړه چي د امنیت شورا په کراتو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي، د اقتصادي شورا او ټولنیزي شورا په چارو کې لاسوهنې کوي، ناپیلې هیوادونه د ملګرو ملتونو د منشور پر بنیاد د اصلاحاتو غوښتنه کوي.