د نوومبر ۲۹، په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو د پېلېدو نيټه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسی مرستیال وویل چي په ویانا کې د ایران په ضد د امریکې د بندیزونو د لیري کولو په موخه مذاکرات د دوشنبې په ورځ او د نوومبر په ۲۹ نېته له سره پیلیږي.
علی باقري په خپل ټوییټر کې ولیکل: د اروپا د اتحادیې د سیاسي چارو د مسئول مرستیال انریکه مورا سره مو په ټلفوني اړیکه کې موافقه وکړه چي د نوومبر په ۲۹ نیټه د غیرانساني او غیرقانوني بندیزونو د لیري کولو په موخه په ویانا کې له سره مذاکرات پیل کړو.
اروپایي اتحادیې هم د یوې بیانیې په اعلانولو سره وویل چي د ۱+۴ ډلي هیوادونه او ایران موافقه کړې چي د نوومبر په ۲۹ د وزیرانو د مرستیالانو په کچه مذاکرات له سره پیل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال تر دې مخکې هم ویلي وه چي ایران یوازې داسي مذاکراتو ته ژمن دی چي د غیرانساني بندیزونو ختموونکي وي او ایران سره د نړیوالو د سوداګریو لپاره سهولت رامینځ ته کړي.
تر دې دمه ۶ پړاو مذاکرات په ویانا کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۱+۴ ډلي د هیوادونو تر مینځ تر سره شوي دي.
د برجام د ایټمي نړیوالي تر موافقې وروسته امریکا ژمنه کړې وه چي په ایران به نور بندیز نه لګوي او په مقابل کې به ایران هم خپل ایټمي فعالیتونه کموي خو د ایران له لوري د ژمنو د پوره کېدو سره سره، ټرامپ له دغي موافقې څخه په غیرقانوني او یواړخیزه توګه په وتلو سره په ایران باندې نوې بندیزونه ولګول.
د امریکې له لوري د بندیزونو په دوام باندې ټینګار په ویانا کې د تیرو مذاکراتو د نه بریالیتوب تر ټولو ستر لامل بلل کیږي.
اوس هم ایران ټینګار کوي چي د موافقې په صورت کې باید امریکا دا تضمین ورکړي چي د دولت په بدلون سره نوی ولسمشر به له تر سره شویو موافقو څخه سرغړوی نه کوي خو د بایډن دولت ویلي چي په دې اړه هیڅ ډول تضمین نه شي ورکولای.