د ایران، عراق او سوریې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107868-د_ایران_عراق_او_سوریې_د_خارجه_وزیرانو_صلاح_مشورې
د اسلامي ایران، عراق او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو په هکله صلاح مشورې وکړې
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 05, 2021 02:10 Asia/Kabul
  • د ایران، عراق او سوریې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې

د اسلامي ایران، عراق او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو په هکله صلاح مشورې وکړې

د اسلامي ایران، عراق او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو په هکله صلاح مشورې وکړې

د عراق خارجه وزیر فواد حسین او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد پرون ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې، د هغه د ناروغۍ د پوښتنې ترڅنګ، په لنډه توګه د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په شمول د طرفینو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.

د عراق د خارجه وزیر په ټیلیفوني اړیکه کښې هم داشان د دغه هیواد د نوي حکومت د جوړیدو په اړه وروستي بدلونونه تشریح شول.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم د خپل هیواد د وروستیو بدلونونو او د خلکو د مقاومت په هکله خبرې وکړې.

له دې نه علاوه د چین، کویت او اردن خارجه وزیرانو او په ایران کښې استوګنو د یوشمیر هیوادونو سفیرانو هم په جلاجلا پیغامونو کښې د حسین امیر عبداللهیانو د تپوس په ترڅ کښې د هغه لپاره د سلامتیا آرزو وکړه.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر په دې وروستیو کښې په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.