ستومانه کؤنکې خبرې اترې نه منوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107896-ستومانه_کؤنکې_خبرې_اترې_نه_منوو
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: مونږ په داسې خبرو کښې شرکت کوو چې نتيجه يې د ټولو بنديزونو خاتمه وي او ايران ستومانه کؤنکې خبرې اترې نه قبلوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2021 02:01 Asia/Kabul
  • ستومانه کؤنکې خبرې اترې نه منوو

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: مونږ په داسې خبرو کښې شرکت کوو چې نتيجه يې د ټولو بنديزونو خاتمه وي او ايران ستومانه کؤنکې خبرې اترې نه قبلوي.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې آيت الله سيد احمد خاتمي پرون په تهران په پوهنتون کښې د جُمعې عبادي – سياسي نمانځۀ په غونډه کښې تاکيد وکړ: د امريکه مرده باد نعره د ايران د ملت يوه سپېځلې نعره ده ځکه چې د دغه رژيم دوسيه د ايران د خلقو په نزد توره ده او په ايران باندې د صدام په حمله کښې د امريکې لاس ليدل کېدې شي او له دغې حملې درې ورځې مخکښې برژېنسکي له صدام سره کتنه کړې وه.

د تهران د جمعې  موقته امام آيت الله سيد  احمد خاتمي زياته کړه، د دغو خباثتونو او دښمنيو دوام په تېرو ورځو کښې د امريکې لخوا د ايران د تېلو غلا کول دي او خلق په دې وجه امريکه مرده باد نعرې وهي.

هغه د ځينو هغو هېوادونو په اړه چې د امريکې په جرائمو کښې شريک دي او تل ايران ګواښي وويل: د ښۀ همسايه توب او له ګاونډيانو سره د ښۀ سلوک سياست زمونږ په مکتب کښې ارزښت لري، ګاونډيانو ته وايوو چې ايران ستاسو د ګاونډي په توګه په سيمه کښې وړومبنے فوځي قوت دے نو له ښۀ او مقتدر ګاونډي سره د ورورولۍ چلند کوئ او د دې په غېر صورت کښې به لوګے خپله ستاسو سترګو ته ورشي او له غاصب صهيونېسټ رژيم سره به يوشان تباه شئ.

آيت  الله خاتمي د ايران په خلاف د امريکې د دسيسو په اړه وويل: امريکه د 1332 هجري نمريز کال د زمري له مياشتې نه واخلې تر ننه پورې په نړيوالو ټولنو کښې د ايران د خلقو په خلاف دسيسې جوړوي او د امريکې د ټولو ولسمشرانو په دورانونو کښې د جنګ تپل او د صهيونېسټ رژيم مدام پياوړي کول له دغو دسيسو څخه دي.

د تهران د جمعې د نمانځه امام همدارنګ د عمان په سمندر کښې د ايران د تېلو په غلا کولو کښې  امريکې فوځ ته د ايران د پاسدارانو د لښکر د سمندري ځواک ګوزار ورکولو ته په اشارې سره وويل: دغه حرکت د امريکې د سپکاوي لپاره ؤ او وې ښودله چې امريکه او د هغې فوځ د جولاګي په ژاله کښې ناست دي.