په ایټمي ټکنالوجۍ د ایران پرمختګونه، تل پاتې ویاړ
په ایران کې د ۲۰ سلنې پخې شوي یورانیمو زیرمې له ۲۱۰ کیلو څخه زیاتې شوې او ۲۵ کیلو هم ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیم تولید شوي دي.
د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان ویاند بهروز کمالوندی په تهران کې د ایران د ایټمي لاسته راوړنو د نندارتون د پرانیستل کېدو په مراسمو کې خبریالانو سره په یوه مرکه کې د دې خبر په اعلانولو سره د ایټمي انرجیو په سوله ایز استعمال کې د ایران د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړ.
ایران د ایټمي انرجیو د سوله ایز استعمال په زمینه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی،
ایران په دې باور دی چي ایټمي وسلې بلکې ټولي ډله وژنې وسلې باید له مینځه وایستل شي، د کره راپورونو پر بنیاد، د ۱۴ زره ایټمي وسلو موجودیت او د هغوی د کارولو امکان داسي یوه خطره ده چي ټول بشریت بلکې د ځمکې درسته سیاره له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د ایټمي انرجیو د نړیوالي ادارې د واکمنو د شورا مخکنی مشر برتراند ګلد اشمیت د لوېدیځو هیوادونو له یو اړخیز دریځ څخه په نیوکې سره وایي: له عقلانیت څخه د امریکې په څېر د ځواکمنو هیوادونو تش دریځ په نړیواله کچه کې د سیاسي، امنیتي او فوځي کړکیچونو د رامینځ ته کېدو سبب شوی دی او داسي یو شرایط یې رامینځ کړی دی چي نړیوال امنیت او سوله له خطرې سره مخامخ کړی دي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اکټوبر په ۲۸ تاریخ کې وړاندیز وکړ چي د (NPT) تړون له غړو هیوادونو څخه غواړی چي د خپلو ایټمي وسلو د زیرمو د له مینځه وړلو په لړ کې خپلي ژمنې عملي کړي، دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د غړي هیوادونو په اکثریت رایو سره د عمومي اسمبلې په لومړنۍ غونډه کې تصویب شو.
ایټمي پوهه، په روغتیایي، صنعتي، انرجۍ او نورو ډګرونو کې ورځ تر بلي د زیات استعمال د امله د زیاتو هیوادونو نظر جلب کړی دی، ایران هم د ایټمي صنعت په زمینه کې له کورني وړتیاو په کارولو سره په څلورو زمینو کې یعني، د سونګ د څرخې بشپړېده، پرمختللي ټکنالوجۍ ته لاسرسی، د انرجیو تولید او په کړهنیزو، طبي او صنعتي ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، ایران په دېره کمه موده کې د یورانیم په ۲۰ سلنیزي بډاینې سره خپله پوهنیزه وړتیا ثابته کړې ده، اوس مهال د تهران په څېړنیز بټۍ کې د ایران په ایټمي سازمان کې له جوړ شوي ایټمي صفحې څخه کار اخیستل کیږی، د یورانیم د بډاینې د کچي زیاتوالې په حقیقت کې د ایران د ځایي ټکنالوجۍ یوه برخه ده چي د سوله ایزو موخو په ډګر کارول کیږي، د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو په وړاندې د ایراني ولس له حقوقو څخه د دفاع د قانون له مخې د یورانیمو ۶۰ سلنیزه بډاینه پیل کړې ده، ۶۰ سلنه بډآیه شوې یورانیم د مولیبدن عنصر په تولید کې کارندوالې لري، دغه عنصر د مختلفو درملو په تولید کې استعمالیږي، د یورانیم بډاینه د ایټمي له متعارفو فعالیتونو سره هیڅ ډول ټکر نه رامینځ ته کوي.
د ایران اسلامي جمهوریت په ایټمي صنعت کې ټول اقدامات د ایټمي ژمنو په چوکاټ کې تر سره کړي او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ تر نظارت لاندې د ایټمي انرجیو دغه پېچلي ټکنالوجۍ ته لاسرسي موندلی دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت ا... په ځلونو ټنیګار کړی دی چي ایران د ایټمي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی، ایران سوله ایزي موخي تعقیبوي.
هغوی به دې اړه د ځینو ساینس پوهانو سره په لیدنه کې وویل: که علم له فرهنګ نه بیل شي، په بله ځي، ایټمي پوهه له انساني فرهنګ سره د نه ملګریتوب د امله د ایټمي بمب د جوړېدو سبب شو چي اوس هم نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړی دی، موږ سره له دې چي کولایشوای خو بیا هم دې لاري ته وارد نه شو، هم د ایټمي بم جوړونه او هم یې ساتل دواړه غلط دي، ځکه چي کارول یې حرام دی.