د ایران او افغانستان د ټرانزټي لارو فعالیت برقراره دی
-
فایل فوټو
د ایران او افغانستان ترمینځ د ټرانزټ لاره د تیر معمول په شان خلاصه ده او د پولو دواړو لورو ته د شیانو وړل راوړل برقراره دي.
په افغانستان کښې د ایران پخواني صلاحکار په دې خبرې سره چې د افغانستان لنډمهاله حکومت په رسمي توګه ویلي دي چې له ګاونډي هیوادونو سره خپلې ښې اقتصادي اړیکې ساتي، وویل: په یو رسمي ابلاغ کښې ټینګار شوی چې د ایراني ټرکونو په تګ راتګ کښې دې هیڅ محدودیت رامینځته نه شي.
محمد مهدي جوانمرد قصاب زیاته کړه: په یو رسمي ابلاغ کښې د افغانستان له خوا د ایراني لاریو او ټرکونو په ټرانزټ کښې د هیڅ ډول محدودیت په نه رامینځته کیدو باندې تاکید شوی دی.
په افغانستان کښې د ایران د پخواني صلاحکار په وینا، د ایران او افغانستان ترمینځ د ټرانزټ لاره د تیر معمول په شان خلاصه ده او د پولو دواړو لورو ته د شیانو وړل راوړل برقراره دي.
د ویلو ده چې په تیرو میاشتو کښې د افغانستان په سیاسي او پوځي ډګر کښې د ځینو بدلونونو په وجه له ایران سره د دغه هیواد په ګډو پولو کښې یولړ ستونزې رامینځته شوې وې خو اوس په سرحدونو کښې حالت ښه دی.