د ایران د لوړې شورا مشر د عراق پیښې ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107974-د_ایران_د_لوړې_شورا_مشر_د_عراق_پیښې_ته_غبرګون_وښود
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني وویل د عراق په لومړي وزیر باندې برید نوي فتنه ده چې جرړه یې د خارجي هیوادونو د فکر په کوټو کښې ولټوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2021 08:17 Asia/Kabul
  • د ایران د  لوړې شورا مشر د عراق پیښې ته غبرګون وښود

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني وویل د عراق په لومړي وزیر باندې برید نوي فتنه ده چې جرړه یې د خارجي هیوادونو د فکر په کوټو کښې ولټوو .

هغه نن په ټویټر پیغام کښې وویل د عراق په لومړي وزیر مصطفی الکاظمي باندې برید نوي فتنه ده چې ریښه یې باید د خارجي هیوادونو د فکر په کوټو کښې ولټوو کومې چې له تیرو کلونو راهسې د ترهګرو ډلو په رامینځته کولو ، ملاتړ کولو او د عراق په نیواک سره د ایران د مظلومو خلکو لپاره له ناامنۍ ، اختلاف او بې ثباتۍ رامینځته کولو پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

د عراق امنیتي رسنیو نن سهار وویل د بغداد په شنې سیمه کښې د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي کور ته نږدې په بې پایلوټه الوتکې سره حمله له ماتي سره مخ شوي ده .

بل خوا د عراق د حزب الله غونډونو امنیتي مسول په لومړي وزیر کاظمي برید یو(۱) نمایشي حرکت وباله .

د عراق د حزب الله د غونډو امنیتي مسول ابو علي العسکري نن وویل  د قرباني د رول لوبه کول داسې کمزوري روده ده چې نور تاریخ ته سپارل شوي ده .

هغه وویل د باوري اطلاعاتو پراساس په عراق کښې هیڅوک حاضر نه دی په  لومړي وزیرباندې  په بې پایلوټه الوتکې سره برید وکړي او د دغه کار لپاره ډیرې لارې شته چې کم لګښت لري او ډاډمنې لارې دي .