د ایران وزارت دفاع:
د ایران د دښمنانو ګواښونه په مختلفو ډګرونو کې څرګند شوي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وزیر دفاع مرستیال تاکېد وکړ چي نن سبا د اسلامي ایران د دښمنانو ګواښونه څو اړخیزه شوي او په مختلفو ډګرونو کې څرګند شوي دي.
جنرال سید مهدی فرحی وویل: نن سبا د دښمنانو ګواښونه په مختلفو ډګرونو کې څرګند شوي چي یوه اړخ یې فوځي ګواښ او یرغل دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وزیر دفاع مرستیال د بېخ بناو څخه د دفاع په ملي مراسمو کې وویل: نن سبا فوځي مخامخېدنه او جګړه د نورو ګواښونو په پرتله رنګ بایللې ده، ممکن څو کلني جګړې د لیري ویشتونکي وسلې او پرمختللي سازوسامان په مټ په څو ورځنی جګړو بدلي شي.
جنرال سید مهدی فرحی زیاته کړه: په فوځي ډګر کې دښمن سره د مقابلې په ترڅ کې باید له فرهنګي یرغل، هارډ وېر، اینټرنیتي او الکترومغناطیسی بریدونو او د پرمختللي تکنالوجۍ د کارولو په وړاندې دمقابلې لپاره تیار ووسو.