سپیڼي ماڼۍ ادعا وکړه:
د ایران د راستنېدو په صورت کې برجام ته راستنېږو
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د واشنګټن د ادعاو په دوام کې وویل چي که ایران برجام ته ور وګرځي نو امریکا به هم دغي موافقې ته راستانه شي.
د بایډن د ادارې د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان سي ان ان سره په مرکه کې د چټي ادعاګانو په دوام کې بې له دې چي د برجام له نړیوالي موافقې څخه د امریکې غیرقانوني وتلو ته اشاره وکړي، وویل: له ملګرو هیوادونو سره د مناسبي فضا د رامینځ ته کولو په لړ کې زموږ د پراخو همکاریو سره سره، ایران برجام ته وراستنېدو لپاره هیڅه ګروهنه نه ده ښودلې.
د سپیني ماڼۍ دغه چارواکي ادعا کوي چي امریکا د برجام نړیوالي ایټمي موافقې ته د بیرته وراستنېدو لپاره هڅه کوي، دا په داسي حال کې دی چي امریکا په خپلو ژمنو باندې د عمل پر ځاي په ایران باندې د غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو په دوام ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه: ایران باید د برجام د نړیوالي موافقې په چوکاټ کې په خپلو ایټمي ژمنو عمل وکړي تر څو امریکا هم د دې موافقې په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته راستانه شي.
په داسي حال کې چي ایران د دوو کلونو په موده کې د برجام د موافقې په چوکاټ کې خپلي ټولي ژمني عملي کړي وې خو امریکا او اروپایي هیوادونه په خپلو ژمنو باندې د عمل پر ځای په ایران باندې نوي بندیزونه ولګول، ایران هم د دې په مقابل کې د نړیوالي ایټمي ایجنسۍ سره په همږغۍ خپلي ژمنې راکمي کړي.
خو اوس امریکا چي خپله لومړی له موافقې څخه په وتلو سره د ایران د ښه نیت ځواب په بندیزونو سره ورکړی و له ایران بیا غوښتی دی چي د برجام په موافقې کې خپلو ژمنو ته راستون شي.
د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي چي یوازې د امریکې او اروپایي هیوادونو له لوري د ژمنو د عملي کېدو او د بندیزونو په لیري کېدو سره خپل جبراني اقدامات بند کړي او د برجام د موافقې پر بنیاد د یورانیمو د بډاینې بهیر کابو کړي.