د پوځ غږملتیااو ملګرتیا د ذوالفقار مانورې بریاوې وې
په دغې مانورې کې د اسلامی ایران د پوځ دنا ، نوره ډول ډول جنګي بیړئ توغندي ویشتونکی کشتۍ ، ډرونز او سترو توپو پشمول د سمندري ځواک اوبتلونه ، تیررفتار کشتۍ او ډول ډول نور ځاي او ایراني تجهیزات او وسایل نندارې ته وړاندې شول . همداراز ایف ۴ډوله جنګي الوتکې ، میراژ ، او ایف ۴ پي ډوله پيژندونکو الوتکو هم پخپلو تاکتیکونو سره وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان سردار سید عبدالرحیم موسوي د وسلوالو ځواکونمو غږملتیا او ملګرتیا او د تجهیزاتو او وسایلو ارزول ، له ډرونز څخه په استفادې کې دکیفیّت او کمیّت لوړتیا ، د ذوالفقار ۱۴۰۰ نومې ګډې مانورې تر ټولو غوره بریاوې وبللې .
د ایران د پوځ عمومي قوماندان نن ددغې سترې او ګډې مانورې په پاي کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،له ډرونز،او سمارټ میرمیو څخه د استفادې د کیفیّت او کمیّت لوړتیا ،همداراز د تجهیزات، تاکتیکونو ، رودو، روزنو ، ارتباطاتو بریالی ارزول او په ځواکونو کې غږملتیا او ملګرتیا په یوې سوئې ډيره ښه نندارې ته وړانډې شوې چې ددغې سترې مانورې تر ټولو غوره بریاوې وې .
د ذوالفقار ۱۴۰۰ ګډې سترې مانورې د پاي دستورې نن د ایران دپوځ د عمومي قوماندان ،لوړپوړو قوماندانانو،د خاتم الانبیاء مرکزي غونډ دقوماندان جانشین سردار حسین حسني سعدي او همداراز د مځکني ، هوا فضا او سمندری ځواک د قوماندانانو او څارونکو په شتون سره ترسره شوې .