ایران د یوې ښې نړیوالې موافقې غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108104-ایران_د_یوې_ښې_نړیوالې_موافقې_غوښتونکی_دی
 د ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې  ایران  په دو اړخیزو اړیکو  او په ایټمي خبرواترو کې نتیجه ورکونکی او عمل پال کړچار لري ، هیله وښودله چې  دتهران او پاریس مشورې ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ دعملی پرمختګ سبب شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 09, 2021 15:28 Asia/Kabul
  • ایران د یوې ښې نړیوالې موافقې غوښتونکی دی

 د ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې  ایران  په دو اړخیزو اړیکو  او په ایټمي خبرواترو کې نتیجه ورکونکی او عمل پال کړچار لري ، هیله وښودله چې  دتهران او پاریس مشورې ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ دعملی پرمختګ سبب شي .

زمونږخبریال  راپور راکړ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن د فرانسې  له خارحه وزیر ژانیو لودریّن  سره نن په ټيلیفوني خبرو کې  په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د لورو ترمینځ د کیدونکو خبرواترو او د دوو اړخیزو  مناسباتو پشمول   دمختلفو موضوعګانو په باب بحث او  مشورې وکړې.

 دایران خارجه وزیر  د نړیوالې ایټمي موافقې په اوسني وضعیّت رامینځةکیدا کې د امریکا د مسئولیّت  او د امریکا په زیات غوښتنې کې  د درو اروپائي هیوادونو  د چپتیا د رول  په یادولو سره  زیاته کړې ، ایران د یوې ښې موافقې د ترلاسه کولو غوښتونکی دی ، خو دا چاره ځینې لازمې لري ، چې  په هغو کې خپلو بشپړ ژمنتیاؤته د مقابل لورو د بیرته ستنیدا  او د بندیزونو مؤثره لغوه کیدا   شامله ده .

 د ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې  ایران  په دو اړخیزو اړیکو  او په ایټمي خبرواترو کې نتیجه ورکونکی او عمل پال کړچار لري ، هیله وښودله چې  دتهران او پاریس مشورې ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ دعملی پرمختګ سبب شي .

 امیر عبداللهیان ، ایران او فرانسه  د سترو ظرفیّتونو لرونکي هیوادونه وبلل  او روښانه ئې کړه ،  ایران د متقابل احترام  او ګډو ګټو په اساس  د دوو اړخیزو  او هراړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره  تیار دی او په مختلفو حوزو کې  مناسبات  لازیات پراخولی شي .  هغه   د ایران دفاعي پروګرام  د هر یو ه هیواد د حاکمیّت حق وباله او زیاته ئې کړه ،  د امریکا دبندیزي ناغیړي  چلند ته په بې پامۍ سره  په قدرت سره  دایران ددفاعي توان زیاتولو ته دوام ورکوي . هغه دې ته په اشارې سره چې  د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  باید له سیاسی پالنې ډډه وکړي ، له دغه  اورګان سره ئې د ایران  تخنیکي ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ .

دفرانسې خارجه وزیر  هم په دغه ټيلیفوني تماس کې ددې خبرې په کولو سره چې  پاریس  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د درستو لورو دستنیدا ملاتړ کوي ،  او هرهغه څه چې  په توان کې ئې لري ، په دې لړ کې ئې ترسره کوي، هیله وښودله چې  په ویانا کې کیدونکي خبرې اترې په چټک پرمختګ سره  یو ځاي وي .

 په دغه تماس کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  ته د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون سلام  او د خارجه وزیرانو متقابل ځواب  هم منعکس شو .