د امریکا د بندیزونو د لغوه کیدا په ضرورت د روسیې ټينګار
باید نهایتا خپله هڅه وکړو څو خبرې اترې هغه څه ته د احیاء پورې چې لومړنیو تنظیماتو ته د بیرته ستنیدا نومیږي سبب شي . دم ګړۍ سیاسی ارادې ته اړتیا لرو .
د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف په یولړ څرګندونوکې ووئیل ، واشنګټن باید دتهران په ضدپه بندیزي سیاست کې د بیا کتنې لپاره خپل نیّت یو ډول اغیزشیندونکی وبریښوي .
ریابکوف په لومړنۍ بڼه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اجرا ضرورت ته په اشارې سره ووئيل،باید نهایتا خپله هڅه وکړو څو خبرې اترې هغه څه ته د احیاء پورې چې لومړنیو تنظیماتو ته د بیرته ستنیدا نومیږي سبب شي . دم ګړۍ سیاسی ارادې ته اړتیا لرو .
ریابکوف زیاته کړې،د امریکائي لوري له خوا مهمه ده چې په عمل کې ثابته کړي او وبریښوي،هغه بندیزي سیاست چې په وروستیو کلونوکې ئې پرې استناد کړی دی،بیا کتنه ورباندې روانه ده او ایراني لوري ته دا فرصت ورکول کیږي،له هغو اقتصادي امتیازڅخه چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې ورځائ شوي دي ، استفاده وکړ ي .
د ایران په ضد د امریکا دیواړخیزو بندیزونو د لغوه کیدا په ضرورت د روسیې ټينګار د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې لپاره د یوه ضروري شرط په معنا سره،په حقیقت کې دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته دا مریکا د بیرته ستنیدا د شرط په توګه د واشنګټن د ایراني ضد بندیزونو پر لغوه کولو دتهران د اصولي دریځ دحقانیّت او سموالي د تائيد ښودنه شمیرل کیږي .د امریکا د د رستو بندیزونو دبشپړلغوه کیدا،او د ایران له خوا ئې تائيدیدا او وروسته ئې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ اجرا ته د تهران بیرته ستنیدا دایران اصولي غوښتنې دي.په دې زمینې کې د ایران دریځ ثابت او نه بدلیدونکي دی .تهران په همداوروستیو کې په ویانا کې د امریکا د غیر قانوني بندیزونو د لغوه کیدا په موخې سره دخبرواترو په بیرته پيلیدا سره موافقه کړې او ټينګار ئې کړی دی،ددغو خبرواترو موخه ،باید د ایران په ضد د بندیزونوپر لغوه کیدا مشتملې موافقې ترلاسه کول شي .
روسیې د ۴+۱ډلې د ختیځي غړو په توګه د چین ترڅنګ،په کرتود جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره ئې د اهمیّت په ضرورت او دغه راز د نړیوالې ایټمي موافقې په باب د حق او دندې ترمینځ د انډول د رامینځةکولو په ضرورت ټينګار کړی دی . په دې باب ماسکو او بیجینګ د نړیوالې ایټمي موافقې داجرا د ځنډیدا په زمینې کې د ایران اوسنی کړچار د ۴+۱ ډلې د اروپائي لورو د بیابیا خلاف ورزیو، د ۲۰۱۸کال د مئ په اتمه نیټّ له نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا په وتلو او د ډونالډټرمپ د واکوالۍ په پړاؤ کې د ایران په ضد د پراخو بندیزونو په اجرا باندې غبرګون ګڼي . نو ځکه ماسکو او بیجینګ جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته د امریکا دبې قید اوشرطه بیرته ستنیدا او په عین حال کې د ایران په ضد د واشنګټن د یواړخیزو بندیزونو لغوه کولو غوښتنه کوي .
د جوزف بایډن حکومت مدعي دی غواړي ، د ویانا دخبرواترو له لارې چې په غیر مستقیم ډول له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن له لارې ترسره کیږي ،دغې نړیوالې ایټمی موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا لپاره لازم شرائط برابر کړي . د امریکا د وخت کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د ۲۰۱۸کال په مئ کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ددغه هیواد وتل په رسمي توګه اعلان کړل . ټرمپ په کرتو په نړیوالې ایټمي موافقې په سختو نیوکو سره دا د امریکا لپاره تر ټولو بده موافقه بللې و ګواښ ئې کړی ؤ چې ورځیني به ووځي . د بایډن حکومت چې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا مدعي دی ، البته په عمل کې ئې داسې کړچار ته مخه کړې ده ، چې ددغې نړیوالې موافقې د دړې وړې کیدا سبب کیدلی شي .واشنګټن د ویانا دخبرواترو په بهیر کې،د ختمیدونکو یا غروب بندونو یا مادو پشمول د ایران د ایټمی محدودیّتونو د وخت او ماهیّتي حوزې د پراخولو په باب خپلې زیات غوښتنې تکرار کړی دی . په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د غروب مادې له هغه پړاؤ سره اړونده دي چې ددغې موافقې په اساس د ایران ځيني ژمنې پاي ته رسیږي .له بل پلوه دجوبایډن حکومت د په هرډول احتمالی موافقې کې د ایران د سیمه ایز سیاستونو او توغندوي توانمنیو په څير نورو موردونو د ورځاي کولو غوښتونکی هم دی چې د ټرمپ د پړآؤ د ایراني ضد بندیوزنو د ختمولو او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا د بیرته ستنیدا ضمانت شي .
واشنګټن اعلان کړی دی،د ایران په ضد دخپلو درستو بندیزونو لغوه ولو ته تیار نه دی او یوازې هغه بندیزونه به لغوه کړي،چې فکر کوي لغوه کول ئې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د بیرته ستنیدا لپاره لازم دي .ددې په ترڅ کې چې د جوزف بایډن حکومت په راتلونکي کې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ لپاره هیڅ ډول ضمانت ورکولو ته تیار نه دی .دا دریځ د واشنګټن دغیر منطقي او سرزروي کړچار ښودنه کوي .