د افغانستان اوعراق مشکلات د اسلامی نړۍلپاره ډيرمهم دي
حجةالاسلام صدیقي یو بل مشکل چې داسلام یوه مهمه مسئله ده ، دافغانستان موضوع وبلله او ورښانه ئې کړه ، امریکا په افغانستان کې له ترینګلتیاؤ رامینځة کولو وتښتیدله ، دلته ئې داعش جانشین کړې او د مذهبونو ،قومونو اوملیّتونو ترمینځ ئې اختلافات رامینځةکول دخپلو پروګرامونو په سر کې راوستي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلو خطبو کې د اسلامی نړۍ نننیو دوو موضوعګانو ،یعني دعراق او افغانستان موضوعګانو ته په اشارې سره ووئیل ، مستکبرانو داسلامی ټولنې دګډوډولو لپاره ملاتړلې ده .
هغه دعراق بدلونونو ته په اشارې سره زیاته کړې دعراق له قضایه قوې په جدي توګه غواړو ، د ډزو دنتیجو موضوع تعقیب کړي .د لومړي وزیر پر کور او شنې سیمې باندې د ډرونز حمله او بمي چاودنې مشکوکې دي ،نو ځکه دا مسئله دهغو موضوعګانو برخې دي چې هیله ده ، دانتخاباتو موضوع چې که حل نشي ، نو دعراق عمومي اعتماد نه تثبیږي . د قانون په لاره کې کیني او دغه مشکل حل کړي .
حجةالاسلام صدیقي یو بل مشکل چې داسلام یوه مهمه مسئله ده ، دافغانستان موضوع وبلله او ورښانه ئې کړه ، امریکا په افغانستان کې له ترینګلتیاؤ رامینځة کولو وتښتیدله ، دلته ئې داعش جانشین کړې او د مذهبونو ،قومونو اوملیّتونو ترمینځ ئې اختلافات رامینځةکول دخپلو پروګرامونو په سر کې راوستي دي .
هغه ټینګار کړی ، داسلامی ایران حکومت او ملت ، دیوه خپلواکه ، پیاوړي او له امریکا او صهیونیسټانو سره دمبارزې په کرښې کې د روان افغانستان هیله لري . همداراز دا چې دمونږ سرحدي امنیت د افغانستان له لارې ګډوډ نه شي او د هلته دشیعیانو حقوق محفوظ شي او له هر څه لا مهمه دا چې په دغه هیواد کې د درستو قومونو ،توکمو او ډلو ټپلو په ګډون سره یو ټولشموله حکومت جوړ شي .