معظم رهبر د کلتوري انقلاب د عالي شورا نوي غړي وټاکل
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په يو حکم کښې د نوې دورې لپاره د کلتوري انقلاب د عالي شورا غړي وټاکل.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې حضرت آيت العظمی سيد علي خامنه اي د نوې څلور کلنې دورې لپاره د دغو غړيو په ټاکلو سره د مخکېنيو غړيو په خاصه توګه د هغو سائنسدانانو ، پوهانو او استادانو د زحمتو په قدرونې سره چې په نوې دوره کښې به شامل نه وي د انقلابي نظم او محتوا په بنياد د کلتور عمومي بڼه نيونه او برابرونه د پرديو د کلتوري او رسانه اي يرغل په وړاندې د ژغورنې وسيله وبلله.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حکم کښې راغلي دي د اسلامي انقلاب دويمې څلوېښتيزې ته داخلېدل چې د نوې هجري نمريزې پېړۍ له شروع کېدو سره په يووخت شوي دي د تمدني بېخ بناو ټولګې ته نوے، زيان پېژندونکے او اپډېټؤنکے نظر لازموي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بيانولو سره چې د دغې ټولګې سر کښې د کلتور اصطلاح ده وفرمايل: کلتور د بشري ټولنوو د ټولو بېخ بناو او اقداماتو هدايت کؤنکے او ورته چټکتيا يا سستيا ورکؤنکے دے.
معظم رهبر زياته کړه، د کلتوري انقلاب د عالي شورا ماموريت په هېواد کښې د کلتور او علم د حالت منظمول په دغو دوو مقولو کښې سياست جوړونه او انقلاب د ارزښتونو او هدفونو لوري ته د دغو ادارو هدايتونه، د دغو ادارو د فکري ضرورتونو پوره کونه او د هېواد د کلتوري مرکز په رول کښې څرګندېدنه وه او ده.