په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور سل کسان قرباني کړل
د هیوادونو درسمي احصایو په اساس ، کرونا منحوس ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه د پاسه دوه سوه شپږ پنځوس میلیون او پنځه لکه کسان ککړ کړي ، چې له دوي څه دپاسه پنځه میلیون او یولک پنځوس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایرا د روغتیاوزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ،په ایران کې په تیر شواروز کې په کرونا ویروس دککړو نورو سلو کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې ټول ټال د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک اته ویشت زره اوه سوه څلور دیرش تنو ته رسیدلی دی .
په دغه راپور کې وئيل شوي ، همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست ایران کې په کرونا ویروس نور پنځه زره اوه سوه څلور اتیا ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي اته سوه درې نوي په روغتونونو کې بستري شول .
همداراز وئيل شوي تر دې دمه په ایران کې په درملنې پسې په کروناویروس ککړ پنځه میلیون اوه لکه نهه پنځوس زره درې سوه اتیا کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .