ایران د افغانستان دکډوالو په نسبت بې پروا نه دی
د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر زیاته کړې ،نړیوالې ټولنې باید خپل مسئولیّت وپيژني او د انساني حقوقو په بحث کې دې د خپلې ادعاګانې په عملی بڼه رابرسیره کړي او په یوې غږملتیا او ملګرتیا سره دې د مهاجرینو په باب پخپلو دندو عمل وکړي .
د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې ټينګار کړی ، ایران د افغانستان د کډوالو په نسبت هیڅکله هم بې پروا نه دی،البته باید نړیواله ټولنه مسئولانه چلند وکړ ي.
زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشرعلی جدي خبریالانو سره په یولړ څرګندونو کې د افغانستان د وروستیو شرائطو په دلیل ددغه هیواد د کډوالو نوي څپې ته په اشارې سره ووئيل،انساني دندې او ګډو تاریخي او کلتوري مشترکاتو ته په پام سره د کډوالو په وړاندې بې پروا نشي کیدلی ، البته د دوي مدیریّت او منظمول یو ضرورت دی او باید ورته پلانونه وشي .
د ایران او افغانستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر زیاته کړې ،نړیوالې ټولنې باید خپل مسئولیّت وپيژني او د انساني حقوقو په بحث کې دې د خپلې ادعاګانې په عملی بڼه رابرسیره کړي او په یوې غږملتیا او ملګرتیا سره دې د مهاجرینو په باب پخپلو دندو عمل وکړي .
علی جدي دغه راز ووئیل ، یو شمیر کډوال له ایرانه تیریږي او د فارس خلیج څنډي او اروپائي هیوادونو ته حرکت کوي او له هغوي یوه برخه په ایران کې پاتیکیږي ، خو ایران د نړیوالو موسیسو او بهرنیو هیوادونو له خوا هیڅ ډول ځانګړي مرستې نه دي ترلاسه کړي او د کډوالو د زیاتیدونکو کلتوري او امنیتی مشکلاتو اصلي پيټی ایران ته متوجه دی . هغه ووئيل ، د کډوالو لپاره یو سرحدي کیمپ جوړ شوی او ځيني کسان په دغه کیمپ کې دیره کړائ شوي دي .