په سورئې کې له ترهه ګرۍ سره مبارزه ګډه موخه ده
امیر عبداللهیان په سورئې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دواړو هیوادونو د ګډې ملګرتیا له بریالۍ تجروبې د استفادې ضرورت باندې ټینګار وکړ او په سورئې کې ئې د ثبات د ټینګیدا او دده هیواد بیا رغاونې په خاطر په اقتصادي حوزو کې د رول لوبونې په موخې سره د اسلامی ایران او روسیې دنزدو ملګرتیاؤ لپاره له دغې بیلګې استفاده ضروری وبلله .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته په تهران کې د سورئې په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي او د دغه هیواد له مرستیال خارجه وزیر لاورنتیف سره په کتنې کې دخپل مینځیو سیمه ایزو ملګرتیاؤ ته په اشارې سره په سورئې کې د د واړو هیوادونو ګډې ملګرتیاوې ، یوه بشپړ بریالۍ تجروبه وبلله چې دسورئې د حاکمیّت او حکومت او ولس د ارادې او غوښتنې په چوکاټ کې ترسره کیږي .
هغه په سورئې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دواړو هیوادونو د ګډې ملګرتیا له بریالۍ تجروبې د استفادې ضرورت باندې ټینګار وکړ او په سورئې کې ئې د ثبات د ټینګیدا او دده هیواد بیا رغاونې په خاطر په اقتصادي حوزو کې د رول لوبونې په موخې سره د اسلامی ایران او روسیې دنزدو ملګرتیاؤ لپاره له دغې بیلګې استفاده ضروری وبلله .
د سورئې په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي لاورنتیف هم په دغې کتنې کې امیر عبداللهیان ته د روسیې د خارجه وزیر دسلام په رسولو سره ، د ودو اړخیزو او څو اړخیزو حوزو او د سورئې سره اړونده موضوعاګانو کې د دلچسپۍ وړ موضوعګانو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پلاؤ خبرې اترې او د نظر تبادلې مهمې وبللې او په دمشق کې ئې خپلو وروستیو لیدو کاتو ته په اشارې سره په نړیوالو ډګرونو کې له نورو لوبغاړو سره دسورئې د ترټولو وروستي اړونده جانبی بدلونونه او اقدامات