د ايران او چين تجارتي او اقتصادي تعلقات مخ په پراختيا دي
(last modified Mon, 22 Nov 2021 07:29:48 GMT )
Nov 22, 2021 11:59 Asia/Kabul
  • د ايران او چين تجارتي او اقتصادي تعلقات مخ په پراختيا دي

د ايران د اجتماعي تعاون، کار او رفاه د وزارت د نړيوالو چارو عمومي مدير وويل: په ايران کښې د چين د سفارت له توانمنۍاو ظرفيت څخه په استفادې سره د دواړو هېوادونو تعلقات مخ په زياتېدو دي.

د اېرنا د رپوټ له مخې حامد فروزان د چين او ايران د اقتصادي ملګرتياو په غونډه کښې وويل: د دواړو هېوادونو ترمېنځ نزدې تعلقات موجود دي او پکار دے د ايران او چين د تعلقاتو په پراختيا کښې له موجودو اقتصادي ظرفيتونو په ښه توګه استفاده اوشي.

هغۀ د چين له اقتصادي هولډنګونو سره د ملګرتيا په زياتولو کښې د ايران د تامين اجتماعي د پانګونې د شرکت ارادې ته په اشارې سره وويل: پکار نه دي چې خبرې اترې اوږدې شي او د ايران او چين سفارتخانې دې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا په پراختيا کښې د چټکتيا لپاره کوشش وکړي.

په ايران کښې د سوداګرۍ د دفتر مشر شو چي سونګ هم د دوو اړخيز تعلقاتو او ملګرتياو په زياتوالي کښې د چيني او ايراني شرکتونو ترمېنځ موجودې جدي ارادې ته په اشارې سره وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت  او چين د حکومتونو او خلقو ګروهنه د تعلقاتو پياوړتيا ده او د دوړاو لورو په ملګرتيا سره د تعلقاتو په پراختيا کښې موجوده وړانديزونه په جدي توګه تعقيبېدې او اجرائي کېدې شي.

 

ټیګونه