په افغانستان کښې د کډوالو په حالت د ايران اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108702-په_افغانستان_کښې_د_کډوالو_په_حالت_د_ايران_اندېښنه
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د يخنۍ په رارسېدو د افغانستان د کډوالو په حالت اندېښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 22, 2021 17:23 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د کډوالو په حالت د ايران اندېښنه

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د يخنۍ په رارسېدو د افغانستان د کډوالو په حالت اندېښنه څرګنده کړه.

سعيد خطيب زاده نن په خپله هفته واره خبري ناسته کښې په خاصه توګه د يخنۍ موسم په رارسېدو سره د افغان کډوالو او مهاجرو د حالت په باره کښې د ايران پرېس د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې وويل: د ايران ټولې متولي ادرې به په تېره بيا په سختو موقعو کښې د افغانانو ترڅنګه وي.

د ايران د ډېپلومېسۍ د ادارې وياند زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت په خاصه توګه د يخنۍ په موسم کښې په داسې حال کښې چې په افغانستان سونګ په کافي اندازه نشته د دغه  هېواد مختلفو ښارونو ته مختلفې بشر دوستانه مرستې لېږلي دي.

خطيب زاده تاکيد وکړ: ايران له څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهسې له څلور ميلينو زياتو افغانانانو کوربه ؤ او دے، خو دا حالات نه دوام نه شي پېدا کولې، په خاصه توګه په داسې حالاتو کښې چې نړيوالې ادارې څه ذمه واري نه قبلوي.

د خارجه وزارت وياند تهران ته د اېټمي انرجۍ د نړيوالې ادارې د مشر رافائل ګروسي د نن شپې د سفر په باره کښې وويل: آژانس پکار دے د فني ملګرتياؤ په لار کښې پاتې شي او اجازه دې ورنه کړي چې ځينې هېوادونه  خپلې سياسي ګټې او غرضونه په دغې نړيوالې ادارې وتپي.

خطيب زاده د عربو اتحاديې ته د سوريې د ستنېدو او په دې اړه د ايران د دريځ په باره کښې هم وويل: سوريه په عربو نړۍ کښې يو مهم او نه حذف کېدونکې رول لوبؤنکې ده او مختلف هېوادونه دې باور ته رسېدلي دي چې نه سوريه حذفېدونکې ده او نه دا د عرب نړۍ په ګټه ده چې سوريه په عربو نړۍ کښې د يو موثره رول لوبؤنکې په توګه حذف کړي.

هغه تهران ته د آذربائيجان جمهوريت د وزيراعظم د مرستيال شاهين مصطفی يف د تېرې ورځې سفر ته په باره کښې وويل: د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په باره کښې يو لړ ښۀ خبرونه رارسېدونکي دي او د دواړو هېوادو ترمېنځ به په مختلفو سطحو کښې سفرونه ترسره شي.

خطيب زاداه په دې اړه چې ايران په برجام کښې د نه ستنېدونکې ټکي ته ګرځي د امريکې د يو چارواکي د څرګندونو په اړه وويل: د روايتونو دا ډول تحريفول له امريکې سره څه مرسته نه شي کولې؛ امريکه د اوسني حالت ګرمه ده او پکار دے په عيني ضمانتونو سره بنديزونه ختم کړي.

د خارجه وزارت وياند تاکيد وکړ، که برجام اېټمي موافقه د ايران لپاره معلومې او روښانه اقتصادي ګټې د بهرني تجارت بحالېدل ونه لري نو په پرېکنده توګه پکار دے مقابل لورے دې پوه شي چې د خبرو اترو کېړکۍ به تر ابده خلاصه نه شي.