رییسی :د ایران او اسپانیا اقتصادي اړیکي له مخکې زیاتې پراخې شي
رییسی زیاته کړه دایران اراده له اسپانیا سیره د اقتصادی ، سیاسی ، کلتوری او سپورټی اړیکو په پراختیا کې ده او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په دواړو هیوادونوکې ښه ظرفیتونه موجود دي .
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی نن په تهران کې د اسپانیا د نوی سفیر د باور لیک د ترلاسه کولو په وخت وویل د ایران او اسپانیا ترمینځ د اقتصادی اړیکو اوسنی سویه د منلو ندی او باید هڅه وشی چی له مخکې زیاتې پراختیا پیدا کړي .
رییسی زیاته کړه دایران اراده له اسپانیا سیره د اقتصادی ، سیاسی ، کلتوری او سپورټی اړیکو په پراختیا کې ده او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په دواړو هیوادونوکې ښه ظرفیتونه موجود دي .
په تهران کې د اسپانیا نوی سفیر هم په دغه کتنه کې ښاغلی رییسی ته د اسپانیا د باچا او د حکومت د مشر د سلام د وړاندی کولو په ترڅ کې وویل د ایران او اسپانیا ترمینځ د اقتصادی او دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوی .