د ایران د افغانستان او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به ایران افغانستان او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
()
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر« مهدي المشاط» وویل مارب ولایت په څوارلسو (۱۴) ولسوالیو سره د ملت غیږی ته ورغلی او یوازې دوې (۲) ولسوالیانې د تیریګرو ځواکونو په نیواک کښې دي .
د افغانستان طالبانو د خپل د سلو (۱۰۰) ورځو د کړچار راپور خپور کړی او پکښې ادعا شوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کښې د بیان ازادۍ په اکثرو ګاونډیو هیوادونو کښې نشته .
د اوکراین سرحد ته نږدې د روسیې او د بیلاروس له پوځي مانورې سره په یووخت او په اوکراین باندې د روسیې د حملې د احتمال په هکله د ګونګوسو په زیاتیدا سره د ناټو مشر «ینس اسټولټنبرګ» خبرداری ورکړ هر ډول برید به د ماسکو لپاره ډیر لګښت ولري .
د امریکا دفاع وزارت پیڼتاګان هم له چین سره د مقابلې لپاره په اسټرالیا او «ګوام »کښې خپل پوځي خوځښتونه زیات کړي دي .
د اروپا د پارلمان یوسل شلو (۱۲۰) استازیو په ګډې بیانیې کښې د سعودي عربستان د چارواکو لخوا د هیواد د ښځو د حقوقو د مدافعانو د ځورولو او کړولو دوام غندلی او ویلي یې دي د ال سعود له زندان څخه خوشي شوي ښځینه فعالې اوس هم د بشري حقوقو له سختو خلاف ورزیو او محدودیتونو سره مخامخ دي .
د امریکا د پوځ متقاعد جنرال «ګرګ ایف مارټین» په دې خبرې سره چې په متقاعدو پوځیانو کښې د خودکشیو سویه ډیره لوړه ده وویل هره ورځ د امریکا دوه ویشت (۲۲) متقاعد شوي پوځيان خودکشۍ کوي .
د تحقیقاتو نتیجې وايي چې د اسټرالیا په پارلمان کښې جنسي ځورونه او زوروینه ډیره پراخه ده او د پارلمان استازي او کارکونکي تر اغیز لاندې دي تر دې حده چې له هرو دریو (۱) کارکونکو څخه یو(۱) کارکونکی د جنسي تاوتریخوالي قرباني دی او په قربانیان کښې اکثره کسان د پارلمان غړي دي .
د فرانسې او د بریتانیا ترمینځ د ژبنې شخړې په دوام کې د فرانسې د اروپايي چارو وزیر په انګلستان تور ولګاوه د دغه هیواد نظام د موډرن موریتوب په شان دی او د فرانسې د کورنیو چارو وزیر هم وایي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د پاریس او د لندن اړیکې مسخره کړي دي .
د مراکش د لسګونو ښارونو خلکو د فلسطین له ولس سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت له اسرائیلو رژیم سره د اړیکو په ټینګولو کښې د خپل هیواد د حکومت پرضد مظاهرې وکړې او دغه اقدام یې خیانت وباله او امنیتي ځواکونو په ځینو ښارونو کښې اعتراض کونکي سخت ووهل .
د عراق سیاسي ډلو له خپل هیواده د امریکا د نیواکګرو عسکرو د ایستلو لپاره د ټولو ګوندونو او ډلو په تیره بیا د شیعه ګوندونو او ډلو د اتحاد پرضرورت ټینګار وکړ .
او د بریتانیا د مسلمانانو شورا ته اړونده یوه (۱)مرکز ویلي دي چې د لندن په رسنیو کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو او د دروغ ویلو ډیر راپورونه خپریږي .
()
ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي ولولو .
()
د قطر پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم ال ثاني د روسیې له یوې (۱) رسنۍ سره په مرکه کښې په دغه وړاندوینې سره چې ایران به له لویدیځو هیوادونو سره موافقې ته ورسیږي د فارس خلیج عربو هیوادونو ته په وینا کښې وویل ایران غواړي فارس خلیج د سولې اوبلاره ووسي او زما په نظر د سیمې عرب هیوادونه هم باید له تهران سره خبرې وکړي .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي د «البیضا »ولایت د قبائیلو له یوه (۱) پلاوي سره په کتنې کښې وویل دښمانان د هیواد په خلکو کښې د اختلاف او د فتنې په اچولو سره په بیلابیلو نومونو سره په یمن باندې د سلطې لپاره د دسیسې کولو په حال کښې دي .
رویټرز خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول وویل نړیوال بانک د بشر دوستانه اقداماتو ملاتړو موسسو ته افغانستان ته د اړونده مرستو د یوه (۱) کنګل شوي صندوق د پینځه سوه (۵۰۰)میلیونه ډالرو د ورکولو لپاره د یوه(۱) پلان د نهايي کولو په حال کښې دی .
د امریکا مشرانو جرګې سینا د ولسمشر جوبایډن د حکومت د اوه سوه اویا (۷۷۰) میلیارډه ډالره بودجې سره مخالفت وکړ .
د امریکا دفاع وزیر لوئید اسټین د خپل هیواد د پوځ یوه (۱) جنرال ته حکم ورکړی په سوریې باندې د واشنګټن د دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال د مارچ د میاشتې د اتلسمې (۱۸) نیټې د هوايي برید په هکله چې پکښې لسګونو کسان وژل شوي وو تحقیق وکړي .
د اروپا د پارلمان یوسل شلو (۱۲۰) غړیو د سعودي عربستان د ښځو د بشري حقوقو د دفاع کونکو د پرله پسې ځورونې او کړولو د غندلو په ترڅ کښې د ریاض له حکومته وغوښتل سمدستي او له هیڅ شرط پرته هغه ټولې ښځې چې د بشري حقوقو د فعالیت په وجه نیول شوي دي ازادې کړي .
د عراق د ملي حکومت ګوند مشر سید عمار حکیم وویل عراق له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو سخت مخالف دی .
د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون د فلسطینانو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د فلسطین د ملت له مبارزې د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ .
د لبنان ولسمشر میشل عون د« الجزیرې» ټیلي ويژن د دغه پوښتنې په ځواب کښې چې که چیرې سعودي عربستان وغواړي له حزب الله غورځنګ سره مقابله وکړي نو دې به څه اقدام ترسره کړي وویل چې حزب الله د لبنان د خلکو د دریمې (۳)برخې استازی دی او هیڅ غلطۍ یې نه ده کړي .
العالم ټیلي ويژن په یوه(۱) راپور کښې وویل د بشري حقوقو د څارونکي موسسې «هیومن رایټس واچ »په شمول نړیوالو موسسو او حقوقي ډلو په سعودي عربستان کښې د ماشومانو د اعدام او پانسۍ کولو د حکمونو د اجرا په دوام سخته نیوکه وکړه .
د طالبانو یوه (۱) چارواکي حافظ ذاکر الله د بریتانیا له «اینډي پینډینټ» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د دغه ډلې د مشر په حکم د شیعیانو په حقوقو باندې د غور د کمیسیون په نوم سره یو(۱) ارګان جوړ شوی دی چې په افغانستان کښې د شیعه مسلمانانو د حقوقو او د سیاسي ځایګي په هکله فیصلې وکړي .
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د کابل د مسیر ورځپاڼې څو مهم ټکي درسره شریک کړو .
اوس به د کابل چاپ د مسیر ورځپاڼې ځینې ټکي درسره شریک کړو .
()
امریکا وایي طالبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه اندېښمنوونکي بولي او وایي طا لبانو ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي غرب دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ده په خبره لویدیځو هیوادونو او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي.
د اجمل احمدي پخوانیو همکارانو په یوه لیک کې له هاروارډ پوهنتون غوښتي چې نوموړی ددغه پوهنتون له علمي کادر لرې کړي.
په مرکزي بانک او صنایعو وزارت کې د اجمل احمدي پخوانیو همکارانو هاروارډ پوهنتون ته یو(1) پرانیستی لیک لیکلی دی او ټینګار کوي، چې هغه یو نالایقه، بدنامه، فاسد او بې کفایته انسان دی، نو له همدې امله د هاروارډ پوهنتون رهبرۍ ته په کار ده چې هغه د علمي کادر په توګه و نه مني.
جرمني او افغان لوري پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او المان له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړی.
()
د تهران ګرانو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
()
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر هغه راپور تمرکز کړی چې پهکې یې د پخواني افغان امنیتي ځواکونو د تر ۱۰۰ زیاتو غړو د اعدام او یا جبري نادرکه کېدو مسئله یاده کړې ده.
دا راپور چې د لیندۍ په نهمه خپور شو پهکې ویل شوي، په کندهار، هلمند، غزني او کندز ولایتونو کې د پخوانيو ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او د پخواني حکومت پلوو ملېشو یو شمېر غړي طالبانو ته له تسلیمېدو یا د دوی لهخوا تر نیول کېدو وروسته اعدام شوي او یا تري تم کړای شوي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، طالب مشرانو په وار وار اعلان کړی چې د امنیتي ځواکونو په شمول د پخواني حکومت کارکوونکي دې له دوی څخه هېڅ ډول وېره نهلري، خو د ورځپاڼې په وینا ظاهراً داسې نهده.
د ملي اردو یو شمېر افسرانو ویلي ورته امر شوی چې خپلې وسلې طالبانو ته وسپاري او په بدل کې یې له هغوی د خوندیتوب یو لیک ترلاسه کړي.
لیکنه وړاندې وايي، د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت رئیسالوزرا په خپله وینا کې د طالبانو لهخوا هر ډول غچ اخیستنه رد کړه.
نوموړي وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته عمومي بخښنه اعلان شوې او عملي شوې ده.
خو د بشري حقونو څار سازمان وايي، د طالب مشرانو دې امر د دې ډلې د هغو سیمهییزو قوماندانانو مخه نهده نیولې چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځیني غړي یې وژلي او یا تري تم کړي دي.
د بشري حقونو څار سازمان د اسیا برخې مسؤلې پتریشیا ګاسمن د دې راپور له خپرېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو د سر و مال د خوندي ساتلو مسؤلیت لري.
()
ډیپلومات ورځپاڼې بله موضوع څېړلې او لیکلي یې دي، د افغان پناه غوښتونکو لپاره په مرکزي اسیا کې ځای نهشته.
د خپرونې په وینا، دې هېوادونو د افغان کډوالو پر مخ دروازې تړلي او په سختو پالېسیو(سیاستونو ) کې یې کوم بدلون نهدی راغلی.
وړاندې ویل شوي چې اروپايي هېوادونه هم چندان د تازه افغان پناه غوښتونکو منلو کې لېوالتیا نهلري، خو چمتو دي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغان پناه غوښتونکو د منلو په مقابل کې مالي مرسته وکړي. خو د ډیپلومات په وینا دا وړاندیز تر اوسه بېځوابه پاتې دی.
د دې لیکنې د لیکوال په باور د افغان کډوالو پر مخ د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پولو تړل د اروپايي ټولنې لپاره د منلو اقدام نهدی، ځکه اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو په بحران کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پراخې ونډې اخیستو غوښتونکي دي.
ډیپلومات وړاندې وايي، افغان پناه غوښتونکي په لومړي قدم کې له امنیتي پلوه د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره اندېښنه بلل کېږي او دوهمه(۲) اندېښنه هم بشري ناورین دی.
د دې لیکنې په پای کې راغلي چې تاجکستان په دې سیمه کې د افغان پناه غوښتونکو د لوی کوربه په توګه د کډوالو د منلو بهیر درولی دی او ان د هغوی اجباري ایستلو تهیې مخه کړې.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو خواږو او قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده له تاسو اجازه غواړو تل تر تله اباده وسئ .