په ویانا کې روانې ایټمی خبرې اترې حساس پړاؤ ته رسیدلي دي
علی باقري کني ټينګار کړی ، ایران دخبرواترو لارې ته د خپلو لیدتوګو او دریځونو په اساس په جدیّت سره دوام ورکوي او دخبرواترو لپاره جدي هوډ لري .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د ایټمي مرکچي ټيم مشر علی باقري کني د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ له پنجشنبې ورځې راهسې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن د خبرواترو ترڅنګ ، د آسټریا له خارجه وزیر او د روسیې دمرکچي ټيم له مشر سره بیا لیده کاته کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې المیادین خبری چینل بیګاد ایراني مرکچي ټیم دسلاکار محمد مرندي له قوله په یوه راپور کې وئیلي دي ، اروپایانو د ایران د دوو وړاندیزي مسودو په باب خپل دریځونه بدل کړي دي . علی باقري کني هم ټينګار کړی ، ایران دخبرواترو لارې ته د خپلو لیدتوګو او دریځونو په اساس په جدیّت سره دوام ورکوي او دخبرواترو لپاره جدي هوډ لري .
له دې سره په یووخت په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر میخائیل اولیانوف پخپلو یوه ټولنیز پیغام کې ددې خبرې په کولو سره چې د مرکچي لورو کارپيژاند د موافقې د نهائي متن په لیکلو کار کوي ، لیکلي دي، نهائي موافقې ته درسیدا لپاره زیات وخت او هڅو ته ضرورت دی ، دخبرواترو ددغه پړاؤ ګډون کونکي د یوې نتیجې دترلاسه کولو هڅه کوي . او په زیات احتمال سره د مرکچي لورو نظرونه په نزدیکیدا دي او ځینی ناسم تفاهمونه ختم شوي او عملی کار پیل شوی دی.
په عین حال کې د ایران د مرکچي ټيم مسئول علی باقری کني هم وئيلي دي ، دتیرو ورځو په نسبت اوس دخبرواترو ښې نتیجې ته هیله پیدا شوې ده او د مقابل لوري جدیّت هم رابرسیره شوی دی . او مقابل لوری مجبور دی چې د ایران له خوا منطقي او د نړیوالو اصولو په اساس وړاندیزونه په مثبت انداز سره وارزوي .