ایران له برجامه کم هیڅ نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109552-ایران_له_برجامه_کم_هیڅ_نه_مني
د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړي مرکچي وویل چې ایران به له برجام (ایټمي موافقې) کم هیڅ څه ونه مني
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 02:15 Asia/Kabul
  • ایران له برجامه کم هیڅ نه مني

د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړي مرکچي وویل چې ایران به له برجام (ایټمي موافقې) کم هیڅ څه ونه مني

د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړي مرکچي وویل چې ایران به له برجام (ایټمي موافقې) کم هیڅ څه ونه مني

له ۴+۱ ډلې سره په مذاکراتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړي مرکچي علي باقري کني، پریس ټي وي ته په مرکه کښې، په دې خبرې سره چې په ویانا کښې د تیرو شپږو پړاونو اختلافي موضوعات تراوسه نه دي حل شوي او پر میز دي، زیاته کړه: په هغه مسوده کښې چې د ویانا-۶ د خبرواترو او د ورپسې مذاکراتو نتیجه ده، د طرفینو ترمینځ څو اختلافي موضوعات پاتې دي چې په لوړه سویه فیصلو ته ضرورت لري.

هغه څرګنده کړه: له دغو نه ځیني مسائل د تیرو څو ورځو په خبرواترو کښې د مقابل لوري له خوا ومنل شول او ځیني یې لا نه دي منلې.