په ایران کې تر نوي فیصدو پورې د یورانیموپخول دروغ دي
محمد اسلامی ووئیل،دغه شان تورونه داسې چلولونه دي چې په تیره بیا دښمنان او صهیونیسټي بهیرونه ئې د مونږ پر هیواد لګوي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن زمونږخبریال سره د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو لپاره د حاشیو جوړولو اوپه ایران کې تر نوي فیصدو پورې د یورانیمو دپخولو د ادعا په باب ووئيل ایران له چوکاټونو بهر هیڅ اقدام نه دی کړی او په دې اړه تورونه چرولټ دروغ دي .
اسلامی ووئیل،دغه شان تورونه داسې چلولونه دي چې په تیره بیا دښمنان او صهیونیسټي بهیرونه ئې د مونږ پر هیواد لګوي .
د ایران د ایټمي انرژۍ دادارې مشر روښانه کړې ، ایران د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس له ضابطې سره کار کوي او آژانسد قواننیو او مقرراتو په اساس دمونږ پر فعالیتونو څارنه لري او مونږ هیڅکله هم له چوکاټه بهر اقدام نه دی کړی ، بلکې دخپلو مسئولیّتونو او اصولو په اساس عمل کوو .