په مذاکراتو کښې وقفه د ایران غوښتنه نه وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109854-په_مذاکراتو_کښې_وقفه_د_ایران_غوښتنه_نه_وه
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال وویل چې په مذاکراتو کښې د وقفې غوښتنه د ایران له خوا نه ده شوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2021 08:31 Asia/Kabul
  • علي باقري کني
    علي باقري کني

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال وویل چې په مذاکراتو کښې د وقفې غوښتنه د ایران له خوا نه ده شوې

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال وویل چې په مذاکراتو کښې د وقفې غوښتنه د ایران له خوا نه ده شوې

علي باقري کني وویل: ایران په دې پړاؤ کښې په ویانا کښې د مذاکراتو د اودریدو غوښتنه نه وه کړې بلکې له اول نه مو موافقه کړې وه چې ضروري ده د موافقې مسودې ته له رسیدو وروسته یوه دمه وکړو.

هغه زیاته کړه چې ایران له اول نه د موافقې وړ مسودې ته د رسیدو لپاره د مذاکراتو د جاري ساتلو په ضرورت باندې ټینګار درلود.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال هم داشان وویل: که مقابل لوري د ایران د اسلامي جمهوریت منطقي لیدتوګې او نظریې ومني نو د نوي پړاؤ خبرې اترې د مذاکراتو وروستۍ مرحله کیدې شي او په ډیر لږ وخت کښې موافقې ته رسیدې شو.

هغه واضحه کړه چې موافقې ته د رسیدو چټکتیا په مقابل لورو پورې تړلې ده.

د ویلو ده چې د ایټمي مذاکراتو په دې اووم پړاؤ کښې د ایران مذاکراتي پلاوي د عمل په یو جدي نوښت سره خپل وړاندیزي متنونه (د ظالمانه بندیزونو د لغو کیدو) او (د ایټمي مسائلو) د دوو موضوعاتو په چوکاټ کښې مقابل لوري ته وړاندې کړي دي.