د ایران اسلامی نظام د سیمې امنیت زیات کړی دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ، د دفاعي نظام ترڅنګ د مالی تامین د نظام اهمیّت د حکمرانۍ لپاره له اقتدار سره یو ځای وباله او وې وئيل ،له تل پاتې او ډاډمنو مالی سرچینو او د امنیت څوکو ته له رسیدا پرته،د نیکمرغۍ په لور د ټولنې د حرکت لاره نشي هواریدلی .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب محمد حسن ابوترابی فرد نن د لمانځه په خطبو کې ووئيل په داسې شرائطو کې چې امریکا او صهیونیسټ رژيم په لویدیځي اسیا سیمې کې دبې ثباتۍ عاملدي ، د ایران اسلامی نظام توانیدلی دی ، په سیمې کې د امنیت سویه په معنادار ډول لوړه کړي او نه یوازې د ایران بلکې د اسلامی نړۍ لپاره دقدرت د پنځولو لاره پرانیزي .
ابوترابی فرد دسیمې او نړۍ د امنیت په تامینولو کې د شهید جنرال قاسم سلیمانی رول یاد کړ او زیاته ئې کړه . شیهد سلماني او له داعش سره په مبارزې کې د هغه ملګرو،د ایران او سیمې د ولس او حتی د اروپا او نړۍ لپاره امنیت راوپنځوۀ .