د افغانستان په قندوز کښې د ايران بشردوستانه مرستې اوېشل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110400-د_افغانستان_په_قندوز_کښې_د_ايران_بشردوستانه_مرستې_اوېشل_شوې
د افغانستان په مزار شريف کښې د ايران کنسولګرۍ د قندوز د خلقو ترمېنځ د ايران د اسلامي جمهوريت مرستې ووېشلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2022 01:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان په قندوز کښې د ايران بشردوستانه مرستې اوېشل شوې

د افغانستان په مزار شريف کښې د ايران کنسولګرۍ د قندوز د خلقو ترمېنځ د ايران د اسلامي جمهوريت مرستې ووېشلې.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې په مزار شريف کښې د ايران د اسلامي جمهوريت کنسولګرۍ اعلان وکړ چې د ايران بشر دوستانه مرستې چې  وريجې،غوړي، اوړۀ او نورې غېرنغدي مرستې پکښې شاملې وې د ځاي چارواکو په موجودګۍ کښې د قندوز د خلقو ترمېنځ ووېشل شوې.

په افغانستان کښې د ايران د سفير مرستيال سيد حسن مرتضوي له دې مخکې وويل د اسلامي انقلاب معظم رهبر د افغانستان له مظلومو خلقو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د بشردوستانه مرستو په دوام تاکيد وکړ.

د ايران اسلامي جمهوريت په افغانستان کښې د نوي سياسي دوران په رامنځته کېدو سره تل د دغه هېواد د خلقو لپاره خپلې بشردوستانه مرستې لېږلې دي.

د افغانستان له خلقو سره انسان دوستانه مرستې د ايران اصولي سياست دےاو دغه مرستې  په د ژمي په موسم کښې دوام ومومي.