جنایتکار ټرمپ باید محاکمه اوقصاص شي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ګواښ وکړ ، که په یوې عادلانه محکمې کې د ټرمپ ، پمپئو او نورو جنایتکارو دعادلانه محاکمې لارې چارې برابرې شوې او د دوی ددغه بوږنونکي جنایت باندې غور وشو او دوي د خپل جنایت انجام ته ورسیدل نو ډیره ښه ، که داسې نه وي ،نو د امت له لستوڼي به د غچ اخستو لاسونه راووځي .
زمونږخبریال راپورراکړ ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په تهران کې د زړونو دسردار جنرال شهید قاسم سلیماني د شهادت د دوهمې کلیزې په پرتمینو دستورو کې پخپلې وینا کې چې د تهران په مصلی کې ترسره شوې ، د ایران د ملت دښمنانو او امریکایانو ته په خطاب کې ووئيل ، تاسو خیال وکړ چې د مرغومې د میاشتې دیارلسمه نیټه ، د حاقاسم دپاي ورځ ده ، خو چټي خوب مو ولید، ځکه چې دمرغومې دمیاشتې دیارلسمه نیټه د حاج قاسم د بیرته زیږیدا ورځ شوه .
داسلام ایران ولسمشر ووئيل ډ سردار قاسم سلیماني دترور داصلي جنایتکار او قاتل په توه دې د امریکا د وخت ولسمشر ټرمپ محاکمه او قصاص شي .
ابراهیم ریئسي دغه راز زیاته کړه ، شهید قاسم سلیماني د عراق د لومړي وزیر رسمي میلمه ؤ او امریکایانو هم د عراق خپلواکي ماته کړه او یو ملت ئې ترور کړ .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ګواښ وکړ ، که په یوې عادلانه محکمې کې د ټرمپ ، پمپئو او نورو جنایتکارو دعادلانه محاکمې لارې چارې برابرې شوې او د دوی ددغه بوږنونکي جنایت باندې غور وشو او دوي د خپل جنایت انجام ته ورسیدل نو ډیره ښه ، که داسې نه وي ،نو د امت له لستوڼي به د غچ اخستو لاسونه راووځي .
داسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې حاج قاسم له ظرفیّتونو په موقعې په پيژندګلوۍ او استفادې سره د لبنان دحز ا... جبهه په یوې سیمه ایزې ا ونړیوالې مقاومتي جبهې بدله کړه ووئیل ، شهید قاسم سلیماني د دوي د ځوانانو د ظرفیّت په پيژندنې سره ، دوي ، د استکباری بهیر په مقابل کې په شجاعت ، شهامت او انګیزې سره میدان ته تیار کړل .
ابراهیم ریئسي په دې خبرې په ټينګار سره چې قاسم سلیماني یو مکتب ؤ ووئيل ، دغه مکتب په ترور اوتوغندی سره له مینځه نه ځي او د حاج قاسم مکتب به تر ابده باقي پاتې وي .
