امریکا له بیخه اسلامي نظام سره دښمنه ده
هغوی په مختلفو هیوادونو کې له اسلامي ایران سره د اهل سنتو مینې او دلچسپۍ ته په اشارې سره وفرمایل په اسلامي هیوادونو کې له شهید سلیمانی د ستاینې عظیمې دستورې د اسیا له ختیځ نیولی تر افریقا له اسلامی ایران سره د اسلامی امت د ملاتړ او دلچسپۍیوه بیلګه وبلله .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای هغو کسانو ته په اشارې سره چی مړه دې و ی امریکا شعار له اسلامی ایران سره د استکبار د همیشنی دښمنۍ علت بولی ، وفرمایل امریکا له بیخه اسلامي نظام سره دښمنه ده ځکه چی دغه نظام دملت د دینی اعتقاداتو سمبول او له دین راوتلې بولي ،
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای نن دقم له خلکو سره په تصویری کتنه کې چی د مرغومې د ۱۹ د پاڅون د کلیزې په مناسبت ترسره شوه ، وفرمایل نن د ۱۳۵۶ د مرغومې د ۱۹ د مهمې او تاریخی پیښې په اړه خبرې کوو . د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه د مرغومي د ۱۹ پیښه د یوه ستر بدلون سرچینه ده . د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمایل دغه پیښه او ورپسې پیښې د خلکو د دینی ژورتیا ښودنه کوی .
هغوی په مختلفو هیوادونو کې له اسلامي ایران سره د اهل سنتو مینې او دلچسپۍ ته په اشارې سره وفرمایل په اسلامي هیوادونو کې له شهید سلیمانی د ستاینې عظیمې دستورې د اسیا له ختیځ نیولی تر افریقا له اسلامی ایران سره د اسلامی امت د ملاتړ او دلچسپۍیوه بیلګه وبلله .
د انقلاب معظم لارښود د شهید سلیمانی تاریخی جنازې دستورې د خلکو د فرصت جوړونکی غیرت یوه بیلګه وبلله او جوته یې کړه که هغه سپیڅلې مړې سوریې ، لبنان او پاکستان ته هم لاړې وې ، نو د ایران او عراق په شان به مسلمانو ملتونو ترې عظیم هرکلې کړی وو .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای د سردار سلیمانی شهیدول د امریکایانو د غلطو اندازو د دوام یوه بیلګه وبلل او زیاته یې کړه ترهه ګرو غوښتل حاج قاسم د هغه عظیم حرکت د سمبول په توګه چی استازې یې وو ، له مینځه یوسی خو د سردار د شهادت په دوهمه کلیزه کې د ایران او نورو هیوادونو د خلکو عمومی مینې ، ارادت څرګندولو او عظیم حرکت د خدای تعالی د قدرت له امله د یوه عظیم حرکت په توګه وښودله چی د امریکایانو محاسباتی اداره حقیقتامعیوبه او خرابه ده .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز د مستکبر او زورویونکی دښمن په وړاندې نه تسلیمیدل د انقلاب د اصولو برخه وبلله او جوته یې کړه دا چی یو وخت دښمن سره خبرې ، تعامل او مزاکرات وشي د هغه په وړاندې د تسلیمیدا په معنا ندی هماغه ډول چی تراوسه ندې تسلیم شوی او له دې وروسته به هم ونشی .