په هرات کې د ایران کنسولګرۍ ویزې ورکوي
Jan 10, 2022 12:46 Asia/Kabul
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ د ویزو ورکړه له سره پیل کړې ده.
د (آوا) له راپور سره سم، په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسولګری رسنیو ته وویل: د سیاحتي وېزو د ورکړې بهیر له سره پیل شوي او هغه کسان په لومړیتوب کې دي چي له مخکې ثبت نام کړي وه.
ایران څه موده مخکې اعلان کړی و چي د اومیکرون وایرس د خپراوی د مخنیوی په موخه یې له ګاونډیو هیوادونو سره یې ځمکني سرحدات د ۱۵ ورځو لپاره بند کړي دي.
دا پرېکړه د ایران د اسلامي جمهوریت د کرونا وبا سره د مقابلې د کمیټې له لوري شوې ده.
ټیګونه