د ایران او عمان ولسی او کلتوري اړیکې تاریخي جرړې لري
د ایران اوعمان خارجه وزیرانو همدرااز د سیمې دمهمو مسئلو په باب د سلامشورو پر دوام او دسیمې د موضوعګانو پخپله په حل کولو هم ټينګار وکړ .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دا یران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا دعمان په مسقط کې د دغه هیواد له خارجه وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په کتنې کې د ایران او عمان ترمینځ د اړیکو مخ پّ پراختیائي بهیر باندې دخوښۍ په څرګندولو سره ، په مختلفو سیاسی ، اقتصادي او کلتوري حوزو او دغه راز د دوو اړخیزو اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن پشمول دتخصصي کمیټيو په فعالولو کې د دواړو هیوادونو د چارواکو اومسئولانو پر دومدارو لیدوکاتو ټینګار وکړ .
امیرعبداللهیان د دواړوهیوادونو دتجارتي ملګرتیاؤ پراختیائي بهیر ته په اشارې سره هیله وښودله چې له یوه بل سره د سیمې د هیوادونو تجارتي او اقتصادی ملګرتیاوې د سیمې د امنیت او سولې دتل پاتیکیدا لپاره بیلګه وګرځول شي .
د عمان سلطنت خارجه وزیر بدر بن حمد البوسعیدي هم په دغې کتنې کې د ایران د انساني سرچینو او اقتصادی توانمنیو او ظرفیّتونو ته په اشارې سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پر پياوړتیا او دسیمې له اقتصادي ظرفیّته پرا ستفادې ټینګار وکړ. په راپور کې وئيل شوي ، چې د ایران اوعمان خارجه وزیرانو همدرااز د سیمې دمهمو مسئلو په باب د سلامشورو پر دوام او دسیمې د موضوعګانو پخپله په حل کولو هم ټينګار وکړ .