رییسي:بایکاټ اوګواښ د پرمختګ خنډ ندې
Jan 14, 2022 10:41 Asia/Kabul
له دغو بایکاټونو سره سره په دغه حوزه کې مو زیات پرمختګ درلودلې دې او تر څو چی دغه بسیجی او انقلابی روحیه وي نو غلیم هیڅ نشی کولې
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي نن هرمزګان ولایت ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د سپاه د سیمندری ځواک د وسونو او بریاو د نندارتون په کتنې کې پر دې په ټینګار سره چی په بل هیڅ صنعت کې ایټمی او پوځی بایکاټونه او محدودیتونه وجود نلري ، وویل له دغو بایکاټونو سره سره په دغه حوزه کې مو زیات پرمختګ درلودلې دې او تر څو چی دغه بسیجی او انقلابی روحیه وي نو غلیم هیڅ نشی کولې .
د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه نن په بیلابیلو برخو کې د هیواد له امنیته د خلکو خیال راحت دې ځکه چی د وسله وال ځواک د دلاورانو له سترګو هیڅ حرکت پټ ندې .
ټیګونه