د ایران د مذاکراتي ټیم ایجنډا د بندیزونو ختمول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111080-د_ایران_د_مذاکراتي_ټیم_ایجنډا_د_بندیزونو_ختمول_دي
د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ویانا د مذاکراتو اتم پړاؤ له سبا څخه د مرکچي پلاویو په ورستنیدو سره دوام مومي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 16, 2022 09:59 Asia/Kabul
  • د ایران د مذاکراتي ټیم ایجنډا د بندیزونو ختمول دي

د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ویانا د مذاکراتو اتم پړاؤ له سبا څخه د مرکچي پلاویو په ورستنیدو سره دوام مومي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر ټینګار وکړ چې په ایټمي مذاکراتو کښې د ایران د مرکچي ټیم ایجنډا په هیواد باندې د موجودو بندیزونو ختمیدل دي

وحید جلال زاده وویل: د ویانا په مذاکراتو کښې چیني او روسي پلاوي د ایران له دریځونو سره ملګري دي.

هغه زیاته کړه: په هغو خبرواترو کښې چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل ولس د حقوقو په ترلاسه کولو پسې دی، اروپایان او امریکایان په کښې د ایران د توانمنیو د کمولو تکل کوي چې دا خبره د مذاکراتي ډلو د غوښتنو اپوټه او خلاف ده.

د ویلو ده چې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ویانا د مذاکراتو اتم پړاؤ له سبا څخه د مرکچي پلاویو په ورستنیدو سره دوام مومي.