د ایران او نړیوالو ورځپاڼوته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو هیله ده چې روغ او سوکاله به یاست اوس به د ایران او د نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي وګورو او له تاسو سره به یې شریک کړو .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اریزونا ایالت کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې په اوسني حکومت باندې نیوکې سره وویل چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په درغلۍ او د جو بایډن په شان د سړي واک ته په رسیدا سره په نړۍ کښې امریکا سپکه شوي ده او زیاته یې کړه زه کلکه اراده لرم چې په راتلونکو دوو (۲) کلونو کښې سپینې ماڼۍ ته ورستون شم .
ځینو کسانو حتی په امریکا کښې د کورني جنګ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړی دی .
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په سعودي عربستان کښې د پانګونې د ډیرې کمیدا او ولیعهد محمد بن سلمان ته د امریکا د شرکتونو د سخت ګوزار د ورکولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه د سعودي عربستان د شرایطو ناامنه کیدل او د بشري حقوقو توره مخینه د دغه حالت دوه (۲) اصلي دلایل دي .
په اسټریا ، ایټالیا ، جرمني او فرانسې کښې د کورونا د قواعدو پرضد د پرله پسې څو اونیو لپاره اعتراضونه وشول او د پولینډ د حکومت اکثرو سلاکارانو هم د حکومت د کورونا په سیاستونو باندې اعتراض کښې استعفاګانې ورکړې .
د امریکا «نیشنل اینټرسټ» مجلې وویل د واشنګټن په مشرۍ نړیوال ائتلاف له دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال څخه تر دوه زره شلم (۲۰۲۰) میلادي کال پورې له داعش سره د مبارزې په پمله په عراق او سوریې کښې پینځه دیرش زره (۳۵۰۰۰) حملې ترسره کړي دي .
د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري مالکي د « قانون د حکومت» د ائتلاف غړي کاظم الحیدري وویل د کابینې د جوړولو لپاره د سیاسي بهیر په سیوري کښې په ډیپلوماټیکو ځایونو باندې وروستي بریدونه د دې ښودنه کوي چې د عراق د شیعه ډلو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو لپاره ناوړه لوبه تعقیبیږي .
د روسیې او د اوکراین ترمینځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په درشل کښې د اذربایجان جمهوریت الهام علي اف کي یف (Kiev) ته په شنبې ورځې سفر کښې د اوکراین پلویتوب وکړ او د دغه هیواد بشپړه ملاتړ یې اعلان کړ داسې مسله چې احتمالا د روسیې له سخت غبرګون سره به مخامخ شي .
له دغه چارې څو ورځې وروسته چې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان خپل اختلاف ختم کړي دي د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په «شبوه » ولایت کښې متحده عربي اماراتو ته په اړونده ګوډاګیانو بمبارې کړي دي او لسګونو کسان یې هلاک کړي هم دي .
د افغانستان د طالبانو ډلې د یوه(۱) ازبک مشر له نیول کیدا وروسته په شمالي ولایتونو کښې د ازبکانو بلوا د طالبانو لپاره په نوي سرخوږۍ بدله شوي ده .
له فرانسې خبر رارسیدلی چې یوازې په تیر میلادي کال کښې کابو پینځلس زره (۱۵۰۰۰) ماشومان د انسان د تجارت د ادارو لخوا په زوره د جسم خرڅولوته مجبوره کړې شوي دي چې اکثره یې انجلۍ دي .
د انګلستان یوې حکومتي ادارې د فیسبوک د کابو څلورڅلویښتو (۴۴) میلیونو خلکو په استازي توب چې حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي له فیسبوک اینټرنیټ پاڼې شکایت وکړ .
()
ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ «اطلاعات »ورځپاڼه ولولو .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د باندنیو چارو وزیر هشام شرف وویل مونږ د خپل هیواد د جنګ د ختمیدا لپاره د پلان د وړاندې کولو لپاره د ایران د عمل نوښت مهم ګڼو او باوري یوو چې سعودي عربستان د جنګ پرځاې باید د سولې خبره وکړي .
د عراق امنیتي سرچینو وویل په بغداد کښې د پارلمان د یوه (۱) استازي په کور او د پارلمان د مشر د سیاسي ګوند په مرکز د لاسي بمونو بریدونه وشول .
په اوکراین باندې د روسیې د حملې د احتمال په هکله د اوازو له خپریدا سره په یووخت کي یف د ساړه جنګ د وخت امن پناه ځایونه له سره پرانیستلي دي او د دغو پناه ځایونو د چمتو کولو په حال کښې دی .
دا داسې پناه ځایونه دي چې د اټومي برید په وړاندې د اوکراین د خلکو د ساتلو وړتیا لري .
د امریکا پولیسو وویل هغه وسله وال کس چې په ټیکساس ایالت کښې د یهودیانو د «کنیسه » دننه یې څو کسان یرغمل کړي وو او له زندان څخه د خپلې خور د خوشي کیدا غوښتنه یې کړي وه ووژل شو او ټول یرغمل شوي کسان هم ازاد شول .
د لبنان د «صور» ولسوالۍ په خوا کښې د «المعرکه» سیمې خلکو په خپل بې ساري او پرتمین شتون سره د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د شهادت کلیزه ولمانځله .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع او انصار الله غورځنګ ته اړونده د یمن ولسي کمیټیو په مارب کښې د متحده عربي اماراتو د ملاتړ وړ ځواکونو او د ګوډاګیانو د پراخ لښکر لیږد د ناکامه کیدا د خبر په اعلانولو سره وویل د یمن ټولې جنګي سیمې به د متحده عربي اماراتو د ګوډاګیانو د قتل ځایونه شي .
په بغدا کښې د امریکا په سفارت باندې له توغندوي حملې یوه (۱)ورځ وروسته د عراق رسنیو وویل په شمال کښې په صلاح الدین ولایت کښې د «بلد» په هوايي اډې کښې د امریکا د پوځیانو په مرکز هم برید وشو .
د سعودي عربستان ائتلاف د یمن د مارب ښار په شاوخوا سیمو باندې د هوايي بریدونو له زیاتولو سره سره اعتراف وکړ چې د یمن پوځيانو او ولسي کمیټیو په دغه جبهه کښې نوي پرمختګونه لرلي دي .
شمالي کوریا وویل د اوورګاډي په مرکز کښې دیره توغندوي یونټونو په مانورې ترسره کولو سره دوه (۲) هدایت شوي تاکتیکي توغندي په ختیځ سمندر کښې په یوه (۱) هدف وویشتل .
په نیواکي ټاټوبو کښې د امریکا سفیر« توماس نایډس» وویل تر هیڅ شرایطو لاندې به په نیواکي ځمکو کښې د جوړو صهیونیسټي ښارګیو کتنه ونکړي .
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د نابلس په ختیځ کښې پروت په «بیت دجن» او « کفر قدوم» سیمه کښې د ښارګیو د جوړولو پرضد د فلسطینیانو په مظاهرو باندې برید سره څوارلس (۱۴) کسان ژوبل کړل .
د تیونس امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په سلګونو ښاریزو باندې چې د دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال د انقلاب د کلیزې او د ولسمشر قیس سعید له اقداماتو سره د مخالفت لپاره راغونډ شوي وو په اوښلنو ګازونو او د اوبو په ماشینونو سره برید وکړ .
()
ګرانو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو .
واشنګټن ایګزاماینر له افغانستان سره په یوه تړلې مساله کې د امریکایي ولسمشر جوبایډن د اعتبار او ملاتړ په له لاسه ورکولو یوه(۱) لیکنه خپره کړې ده.
د لیکنې سرلیک داسې دی "هغه لحظه چې بایډن په کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ."
مقاله لیکوونکي د بایډن ځینو تګلارو ته کتنه کړې چې له مخې یې عامو خلکو او رایه ورکوونکو پر هغه خپل پخوانی باور له لاسه ورکړی.
د لیکوال په باور، د بایډن یوه (۱)تګلاره چې عام خلک پرې خوښ نه و، هغه له افغانستانه "په بې نظمه او مرګوني ډول" د سرتیرو ایستل وو.
واشنګټن ایګزاماینر دې مقاله کې لیکلي جو بایډن تېره سې شنبه د اټلانټا پوهنتون دننه وینا کې د خپلې ولسمشرۍ ننګه وکړه او خپل هغه مخالفان یې چې د قانون په اړه د ده د سیاسي نظر مخالفت کوي "کورني دښمنان" وبلل.
د مقالې لیکوال ویلي جو بایډن اوس د خپل ګوند لپاره هېڅ تګلاره نه لري او عام خلک پرې ورځ په ورځ باور له لاسه ورکوي، خو د لیکوال په نظر، بایډن د قانون جوړونکو ترمنځ کافي ملاتړي لري.
لیکوال دې برخه کې وروستیو نظر پوښتنو ته هم اشاره کړې چې د یوې پایله ښيي، ۴۹ فیصده امریکایان داسې فکر کوي چې جو بایډن امریکا د یووالي پر ځای ټوټې کېدو خوا ته بیایي.
د مقالې په پای کې راغلي، لکه د افغانستان د قضیې په څېر له بایډنه شااوخوا کسان او رسنۍ د عامو کسانو غبرګونونو ته پام نه کوي خو د لیکوال په ټکو، دا به د بایډن د اعتبار وضعیت نور هم خرابه کړي.
له افغانستانه د امریکا ټول ځواکونه د میلادي تېرکال د اګسټ په دیرشمه(30) نېټه ووتل چې ورسره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه هم پای ته ورسېده.
()
شرق الاوسط ورځپاڼې بیا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یوه لیکنه خپره کړې او په کې راغلي چې دغه هېواد کې وضعیت ګواښوونکی دی.
په لیکنه کې راغلي، بشري ډلې افغانستان کې خلکو ته مرستې رسوي خو دا چې ۲۳ میلیونه کسان مرستو ته اړ دي نو د بشري مرسته رسوونکو د سترګو لیدلې کیسې دردونکې دي.
د لیکوال په باور، له افغانانو سره سملاسي بشري مرستې حیاتي ارزښت لري خو په خبره یې کافي نه دي او لیکنه کې سپارښتنه شوې چې د خلکو د مرګ د مخنیوي لپاره په کار ده چې نړیوال په ډاګه د افغانستان له اقتصادي سیستمه ملاتړ وکړي.
وړاندې راغلي، له افغانستان سره مرستې باید د بشري ارزښتونو له مخې وشي او دا توپیر باید جوت شي چې افغان دولت او طالبان یو(۱) ډول نه دي.
لیکنه کې راغلي، پر کابل د حاکم نظام له کبله له افغانستان سره د مرستو پخواني چینلونه بند شوي چې عامه خدمات یې متاثره کړي دي.
لیکوال د بیلګې په ډول یادونه کړې چې روغتیایي کارکوونکي او ښوونکي معاشونه نه لري او په اکثرو روغتیایي مرکزونو کې پیسې نشته چې د اړتیا په وخت کې د جنراتور او امبولانس تېل پرې واخلي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډيرو عزتمنو لوستونکو د ایران او د نړیوالو ورځپاڼو کتنه پاې ته ورسیده نور تاسو په مهربان خدای سپارو تل خوښ وسئ .