ایران د انرجیو په زمینه کې رومانیې ته تخنیکي خدمات وړاندې کوي
د ایران اسلامي جمهوریت د رومانیې له هیواد سره د یوې موافقې په لاسلیکولو سره، د ګازو په زمینه کې اینجینرینګ او تخنیکي خدمات وړاندي کوي او اروپا ته د تخنیکي خدماتو د صادرونکو هیوادونو په لیکه کې راغی.
د لومړي ځل لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د ګاز د پایپ لاینونو، پمپونو او ګازي زیرمې په جوړولو کې د اینجینرینګ خدماتو په وړاندې کولو سره به له رومانیې سره همکاري وکړي.
دغه قرارداد د ایران د اسلامي جمهوریت د ګازو د اینجینرینګ د شرکت مشر «رضا نوشادي» او د رومانیې د «ګازویسټ» د شرکت له مشري «میهای تاناسسکو» تر مینځ لاسلیک شوی دی.
د ایران د ګازو د اینجینرینګ د شرکت د مشر په وېنا، له دغه قرارداد څخه هدف په رومانیا کې د ګازو د پایپ لاینونو، بټیو او چڼځایونو په زمینه کې پانګه اچونه ده.
ایران د زرګونو کیلومټره ګازي پایپ لاینونو سره، په یاده زمینو کې له ماهرو هیوادونو څخه بلل کیږي او د ګازي پروژو کابو ټولي پرزې او سازو سامان په هیواد کې دننه تولیدوي.