ایران د انرجیو په زمینه کې رومانیې ته تخنیکي خدمات وړاندې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111178-ایران_د_انرجیو_په_زمینه_کې_رومانیې_ته_تخنیکي_خدمات_وړاندې_کوي
د ایران اسلامي جمهوریت د رومانیې له هیواد سره د یوې موافقې په لاسلیکولو سره، د ګازو په زمینه کې اینجینرینګ او تخنیکي خدمات وړاندي کوي او اروپا ته د تخنیکي خدماتو د صادرونکو هیوادونو په لیکه کې راغی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2022 09:03 Asia/Kabul
  • ایران د انرجیو په زمینه کې رومانیې ته تخنیکي خدمات وړاندې کوي

د ایران اسلامي جمهوریت د رومانیې له هیواد سره د یوې موافقې په لاسلیکولو سره، د ګازو په زمینه کې اینجینرینګ او تخنیکي خدمات وړاندي کوي او اروپا ته د تخنیکي خدماتو د صادرونکو هیوادونو په لیکه کې راغی.

د لومړي ځل لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د ګاز د پایپ لاینونو،  پمپونو او ګازي زیرمې په جوړولو کې د اینجینرینګ خدماتو په وړاندې کولو سره به له رومانیې سره همکاري وکړي.

دغه قرارداد د ایران د اسلامي جمهوریت د ګازو د اینجینرینګ د شرکت مشر «رضا نوشادي» او د رومانیې د «ګازویسټ» د شرکت له مشري «میهای تاناسسکو» تر مینځ لاسلیک شوی دی.

د ایران د ګازو د اینجینرینګ د شرکت د مشر په وېنا، له دغه قرارداد څخه هدف په رومانیا کې د ګازو د پایپ لاینونو، بټیو او چڼځایونو په زمینه کې پانګه اچونه ده.

ایران د زرګونو کیلومټره ګازي پایپ لاینونو سره، په یاده زمینو کې له ماهرو هیوادونو څخه بلل کیږي او د ګازي پروژو کابو ټولي پرزې او سازو سامان په هیواد کې دننه تولیدوي.