په سیمې کې د ایران او روسیې تعامل امنیت رامینځةکونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111226-په_سیمې_کې_د_ایران_او_روسیې_تعامل_امنیت_رامینځةکونکی_دی
  د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د روسیې په سفر لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • په سیمې کې د ایران او روسیې تعامل امنیت رامینځةکونکی دی

  د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د روسیې په سفر لاړ.

 ایرناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  نن له تهرانه د  ماسکو په لور له سفره  مخکې په مهرآباد هوائي ډګر کې  ووئيل،د ایران او روسیې تعامل امنیت  جوړونکی دی او  په سیمې کې به د یواړخیز پالنې  مخنیوی وکړي .

ابراهیم ریئسی  ووئيل   دغه سفر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په بلنې سره ترسره کیږي  او په دغه سفر کې به د سیمه ایزې ډيپلوماسۍ  دلوړتیا لپاره هڅه وشي .

داسلامی ایران ولسمشر  زیاته کړه ، له درستوګاونډیانو په تیره بیا له روسیې سره دایران  ارتباطات  چې په سیاسی ، اقتصادي او تجارتي   او نورو حوزو کې  شته دي ،،د  هغو درستو مناسباتو  لپاره  چې له روسیې سره ئې لرو ، د بدلانۀپيچومی شی .

 هغه ووئيل د ایران اسلامی جمهوریت  یو خپلواکه ،قدرتمند او په سیمې کې  نفوذ لرونکی هیواد دی  او روسیه هم  یو مهم، قدرتمند او نفوذ لرونکی  هیواد دی . د دواړو هیوادونو خبرې اترې  مهمې او د سیمې په امنیت ،اقتصادي اړیکو او دسیمې په تجارتي چارو کې  ډيرې اغیزشیندونکي کیدلی شي .  هغه  په عین حال کې ووئيل  ایران او روسیه  ګډې ګټې لري  او  ددواړو هیوادونو تعامل او ګډې ګټې  امنیت رامینځةکونکي دي او په سیمې کې له یواړخیز پالنې سره  مقابله کوي .