د امنيت شورا دې اسرائيل د نيواکګرۍ ختمولو ته مجبور کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111262-د_امنيت_شورا_دې_اسرائيل_د_نيواکګرۍ_ختمولو_ته_مجبور_کړي
په ملګرو ملتو کښې د ايران سفير او استازي د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د مشرانو وحشيانه جنايتونو ته په اشارې سره وويل: د ملګرو ملتو د امنيت شورا پکار دے اسرائيلي رژيم د فلسطين او نورو عربي زمکو د نيواک ختمولو ته مجبور کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 01:16 Asia/Kabul
  • د امنيت شورا دې اسرائيل د نيواکګرۍ ختمولو ته مجبور کړي

په ملګرو ملتو کښې د ايران سفير او استازي د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د مشرانو وحشيانه جنايتونو ته په اشارې سره وويل: د ملګرو ملتو د امنيت شورا پکار دے اسرائيلي رژيم د فلسطين او نورو عربي زمکو د نيواک ختمولو ته مجبور کړي.

د اېرنا د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي پرون د امنيت د شورا په غونډه کښې د بشريت او د فلسطين د بې دفاع خلقو په خلاف د جنګي جنايتونو په شمول د فلسطين د نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د مشرانو وحشيانه جنايتونو ته په اشارې سره وويل: دغه جنايتونه پکار دے د عدل او انصاف لاسو ته وسپارل شي.

تخت روانچي د دې په بيانولو سره چې د فلسطين په نيواکي زمکو کښې حالات هم هغه شان په سختېدو دي او د نړيوالې صلحې او امنيت لپاره يو ګواښ دے واضحه کړه، اسرائيلي رژيم په تېره ۲۰۲۱ کال کښې د ښځواو ماشومانو په شمول د بې ګناه خلقو په قتل عام ،فلسطيني ولس د اموالو په  قبضه کولو، د کورونو په جبر سره نيولو، خالي کولو او ويجاړولو سره په فلسطيني زمکو کښې د انساني حقوقو د سختې او سېسټمېټکې خلاف ورزۍ په شمول خپلو ظالمانه ، پراختيا غوښتونکو او غېرقانوني سياستونو او جنايتکارانه اقداماتو ته دوام ورکړے دے.

هغه زياته کړه د ملګرو ملتو د رپوټونو له مخې په تېر ۲۰۲۱ ميلادي کال کښې د  ۸۶ ماشومانو په شمول ۳۴۱ فلسطينيان ووژل شول او ۱۷۸۹۳ نور ژوبل شول.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير تاکيد وکړ: د ايران اسلامي جمهوريت د اسرائيلي رژيم له شرارته ډک سياستونه او بې ثباته کؤنکي فعاليتونه چې د سيمې د صلحې او امنيت لپاره يو څرګند ګواښ دے په سختو الفاظو سره غندي.