د ایران او د روسیې تر مینځ به همکارۍ پراخي شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111362-د_ایران_او_د_روسیې_تر_مینځ_به_همکارۍ_پراخي_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې خپل روسی سیال سره سلامشورو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په نوی پړاو کې به ځانګړي همکاري تر سره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2022 03:03 Asia/Kabul
  • د ایران او د روسیې تر مینځ به همکارۍ پراخي شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې خپل روسی سیال سره سلامشورو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په نوی پړاو کې به ځانګړي همکاري تر سره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چي مسکو ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی په سفر کې حضور درلودی له خپل روسی سیال «سرګئي لاوروف» سره خبري اترې وکړې.

هغه د دې لېده کاته په هکله په ټوییټر کې ولیکل: لاوروف سره مي مهمي خبري وکړې، په ایران کې د نوی ایټمی تاسیساتو د جوړولو او د دوه اړخیزو همکاریو نیولې بیا د دواړو هیوادونو د ښاریزو د کنسولي تر چارو پوري.

د ویلو ده چي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دوه اړخیزو خبرو اترو تر څنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لاري د نقشې په بشپړه کېدو ټینګار وکړل.