په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۲۸کسان قرباني کړل
تر دې دمه په درست ایران کې شپیته میلیون پنځه لکه کسانو هم د واکسن لومړی ډوز ، درې پنځوس میلیون پنځه لکه شپږ اتیا زهر کسانو دوهم ډوز او څوارلس میلیون پنځه لکه څلور شپيته زره کسانو هم دریم ډوز پچکاري کړی او په ټول کې په درست ایران کې تر دې دمه یو سل اته ویشت میلیون او شپږ لکه څلویښت زره څلور سوه ډوزه کرونائي واکسن پچکاري شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د روغتیائي چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په ایران کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا دککړو نورو اته ویشتو کسانو په مړینې سره په ایران کې تر دې د مه دکرونائي قربانیانو شمیر یولک دوه دیرش زره دوه سوه دیرشو تنو ته ورسید.
په دغه راپور کې راغلی دي ، دغه راز په تیرشواروز کې په درست ایران کې په کرونا نور پنځه زره یو سل پنځوس ککړ کسان پیژندل شوي چې لهدوي سره په درست ایران کې تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر شپږ میلیون دوه لکه پنځوس زره پنځه سوه تنو ته ورسید او دغه راز په درملنې پسې تر دې دمه په درست ایران کې شپږ میلون اته زره درې سوه پنځوس کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي ، تر دې دمه په درست ایران کې شپیته میلیون پنځه لکه کسانو هم د واکسن لومړی ډوز ، درې پنځوس میلیون پنځه لکه شپږ اتیا زهر کسانو دوهم ډوز او څوارلس میلیون پنځه لکه څلور شپيته زره کسانو هم دریم ډوز پچکاري کړی او په ټول کې په درست ایران کې تر دې دمه یو سل اته ویشت میلیون او شپږ لکه څلویښت زره څلور سوه ډوزه کرونائي واکسن پچکاري شوی دی .