د معظم رهبر نظرونه او ليدتوګي؛ د فاطمي (س) ټولنې نښې نښانې
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ له حاجتمنوو سره بې احسان اړولو مرسته او د هغوي خدمت د فاطمي (س) د ټولنې له مهمو نښتو نښانو څخه دے.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي نن د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمنې لور او د نړۍ د ښځو د سردارې حضرت فاطمه زهرا (ص) د ميلاد د کليزې په مناسبت د عصمت او طهارت د اهلبېتو عليهم السلام د يو شمېر مداحانو په غونډه کښې له احسان اړونې بغېر د خلقو د خدمت او اجتماعي حرکتونو په شمول د صديقه کبری حضرت فاطمه الزهرا (س) د لوړ شخصيت ځينو اړخونو ته په اشارې سره وفرمايل: په الهي مهربانۍ سره داسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته د ايران ټولنه فاطمي شوې ده.
د ضرورتمنو او بې وزلو خلقو په حقيقي خدمت او په اخلاص سره د هغه ناتوانه کس په لاس نيونې چې خپل ترټولو ابتدائي ضرورتونه نه شي پوره کولې قرآن مجيد، احاديثو او اسلامي سنتو تاکيد کړے او مهم د ايران په ټولنه کښې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس څرګند شوے دے.
د اسلامي ايران په ټولنه کښې د سرښيندنې بې شمېره واقعات موجود دي چې څرګنده نمونه يې د مقدسې دفاع په دوران کښې د ايران د فرزندانو له سر نه له دانګلو او ايثار او قربانيو نه علاوه د کورونا د مرګونو وائرسو د يرغل په دوران کښې د درملنې د عملې خالصانه مرستې دي. په دغه دوران کښې د مېرمنو رول له مخکې نه زيات د پام وړ دے. د درملنې د عملې ټولو غړيو په تېره بيا مېندو ښځو نرسانو او ډاکټرانو د کورنيو درنو ذمه واريو ترڅنګه د روغتيا او درملنې په ډګر کښې هم خالصانه عمل وکړ او ځينې هم شهيدان شول چې د فاطمي ټولنې نمونې دي.
ايراني ښځې او جينکۍ چې تکامل ته د رسېدو په لار کښې يې حضرت فاطمه زهرا (س) يوازېنۍ بېلګه او نمونه ده په وروستيودوو کلونو کښې د مقدسې دفاع د دوران په کلتوري برخو کښې په عشق او مينې سره د ښځو د شتون په شان له کورونا وائرسو سره په مبارزه کښې د خپل مورني خالصانه عشق ښودنه وکړه او د اسلامي ايران د فاطمي ټولنې په تاريخ کښې يې تل پاتې صفحې ثبت کړې.
ايراني نرسانو ښځو او جينکو په وروستيو دوو کلونو کښې هفتې هفتې او حتی مياشتې مياشتې له خپلو کورنيو، اولادونو ، خاوندانو او مور پلار څخه لرې په ګېنټو ګېنټو د کورونائي بيمارانو سر ته په شتون سره په مجاهدانه توګه سرښيندنې وکړې او ايثار وکړ او کوشش يې وکړ چې له رنګ، نسل، قوميت او کلتور نه بالاتر د بيمارانو ژوند وژغوري.
د ايراني مېرمنو مورنۍ مهرباني او شفقت په عالم کښې د يو غمي پهشان وځلېدۀ؛ هغه مېندې او ښځې چې د مقدسې دفاع د اتو کلونو په دوران کښې به د جنګ په وړاندې کرښه کښې د خپلو بچو لپاره د جامو، خوېلو او جرابو په شان ترټولو ابتدائي سامانونه اوبدل، نن د هغه دوران په شان په نورو ډګرونو کښې د حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) له تعليماتو څخه د تاثير په قبلولو سره سرښيندنه کوي او د اسلامي انقلاب د نوي نسل لپاره بېلګې دي.
هم هغه ډول چې داسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي وفرمايل: فاطمه زهرا (س) پکار دے په ټولواړخونو په تېره بيا اجتماعي او انقلابي حرکتونو کښې د سيرت بېلګه او نمونه وي.