په خبرو اترو کې پرمختګ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111492-په_خبرو_اترو_کې_پرمختګ_شوی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ویانا کې د مذاکراتو په بهیر کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2022 11:51 Asia/Kabul
  • په خبرو اترو کې پرمختګ شوی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ویانا کې د مذاکراتو په بهیر کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن په یوه خبري ناسته کې د ایران او د ۱+۴ ډلي د هیوادونو تر مینځ د خبرو اترو په هکله وویل: ټوله لوري منلي چي باید بیا ځلي امریکا له ایټمي موافقې څخه ونه وځي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: په څلورو زمینو کې چي د مذاکراتو لپاره سندونه لرو، ښه پرمختګونه مو کړي او په ځینو زمینو کې مو اختلافات کم شوي دي.

خطیب زاده زیاته کړه: د ایران له لوري د ضمانت په ډګر مطرح شوي وړاندیزونه په متن کې پیاده شوې، او دا چي د ضمانت د ترلاسه کولو په اصل ټوله لوري موافقه کړې ده.

هغه وویل چي د یو دوامداره موافقې د تر لاسه کولو لپاره ضمانت له زیات اهمیت څخه برخمن دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکې د ځانګړي استازي رابرت مالې له لوري د اېښودل شوی شرط په غبرګون کې وویل: ایران له اولي ورځي څخه تر وخت مخکې شرطونو سره مخالفت کړی دی.

هغه زیاته کړه چي ایران د بندیانو د مبادلې په هکله له امریکې سره په غیرمستقیم توګه اړیکې نیولي دي، که امریکا په خپلو ژمنو عمل وکړي د بندیانو مساله په اسانه حل کېدایشي.