په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیري:
داعش د ځینو هیوادونو په ملاتړ نړیوال امنیت ګواښي
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیري او د استازی مرستیالې تاکېد وکړ چي د داعش ترهګره ډله د ځینو هیوادونو په ملاتړ نړیوال امنیت ته ننګونې رامینځ ته کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیري «زهرا ارشادی» د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې چي په سوریه کې د حسکې په محبس باندې د داعش د برید د څېړلو لپاره د روسیې په غوښتنه تر سره شوه، وویل: هغه څه چي نن د سوریې په حسکه کې تر سره شوی، په سوریه کې د بهرنیو او په تېره د امریکا د اشغال د دوام پایلې دي.
ارشادي زیاته کړه: په سوریې او عراق کې د بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې په سیمو کې د داعش د ترهګري ډلي د جنګیالیو فعالیت او ازادنه تګ او راتګ او همدارنګه نورو هیوادونو ته د هغوی انتقال، سیمه ایز او نړیوال امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیري وویل: د حسکې په محبس باندې د داعش د ترهګري ډلي برید، ښودنه کوي چي داعش د ځینو هیوادونو په ملاتړ سره د سیمي او د نړۍ د ثبات په ضد د یو ګواښ په توګه پاتي شوی.
هغې همدارنګه تاکېد وکړ چي د سیمي هیوادونو ته د داعش د بهرنیو جنګیالیو له لوري ګواښونو ته په پام سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید هغوی خپلو هیوادونو ته د وراستنېدو مسالې ته لومړیتوب ورکړي.