اروپایي ټرویکا:
په ویانا کې د مذاکراتو وروستیو پړاونو ته رسېدلي یو
د دریو اروپایي هیوادونو استازو اعلان وکړ چی ایران سره د بندیزونو د ختمېدو په مذاکراتو کې خبري اترې خپلي وروستي پړاو ته نژدې شوې او سیاسي پرېکړو ته ضرورت لری.
د فرانسې، برتانیې او جرمني دیپلوماټانو په یوه ګډه بیانیه کې اعلان وکړ چي په روانه میاشته کې مذاکرات ډېر جدي او مهم و.
د بیانیې په دوام کې راغلې: ټولو لورو په دې پوهیږي چي مذاکرات خپلو وروستیو پړاونو ته نژدې شوي او سیاسي پرېکړو ته ضرورت لرو، په دې خاطر مذاکره کوونکي پلاوي خپلو پلازمینو ته وراستانه شوي دي.
د اروپایي هیوادونو د بهرني چارو د مسئول مرستیال انریکه مورا هم په خپل ټوویټر کې د دې مسالې په تائیدولو سره لیکلي چي اوس د سیاسي پرېکړو وخت را رسېدلی دی.
په ویا نا کې مذاکره کوونکو پلاو په تېرو ورځو کې د موافقې د مصودې د بشپړه کېدو او ځیني اختلافي ټکو خبري اترې کړي دي.
دا په داسي حال کې دی چي په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د ایران په مذاکراتو کې د یوې اوونۍ وقفه راغلې تر څو مذاکراتي ټیمونه خپلو پلازمینو ته د سلامشورې لپاره ولاړ شي.