امریکې سره مو هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې نه دي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111692-امریکې_سره_مو_هیڅ_ډول_مستقیمي_خبري_اترې_نه_دي_کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل چي په ویانا کې د ایران مذاکراتي پلاوې هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې له امریکایانو سره نه دي کړي.
(last modified 2026-07-27T11:20:16+00:00 )
Jan 29, 2022 02:55 Asia/Kabul
  • امریکې سره مو هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې نه دي کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل چي په ویانا کې د ایران مذاکراتي پلاوې هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې له امریکایانو سره نه دي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د اسلامي شورا د ملي امنیت له کمیسیون سره په غونډه کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د بندیزونو د لیري کېدو، ایټمي ژمنې، رېښتیا ازموینې او ضمانت په زمینو کې د مذاکراتو په هکله راپور وړاندې کړ.

هغه د ایران مذاکراتي ټیم د مشر «علی باقري» د جدي هلو ځلو او د ایراني ټیم له لوري د وړاندې شویو نوښتونو په بیانولو سره، وویل: یوې غوري او دوامداري موافقې ته د رسېدو لپاره د تهران اراده پرېکنده ده.

امیر عبداللهیان په دې باندې ټینګار سره چي امریکایانو سره هیڅ ډول مستقیمي خبرې نه دي شوې، زیاته کړه: امریکې سره تخنیکې نظرونه په غیر رسمي توګه او د مکتوب له لاري د اروپایي اتحادیې د استازي په وسیله تبادله کیږي.