د ویانا په مذاکراتو کې یوه اوونۍ وقفه
Jan 29, 2022 02:57 Asia/Kabul
په ویانا کې د ۱+۴ ډلي هیوادونو او د ایران مذاکراتي پلاو په خبرو اترو کې د یوې اوونۍ وقفې لپاره پریکړه کړې.
په ویانا کې د ایران او جرمني، فرانسې، روسیې او چین مذاکراتي پلاو او د اروپایي اتحادیې استازی په مذاکراتو کې د یوې اوونۍ د وقفې د راوستلو پرېکړه کړې .
ټاکل شوې چي په ویانا کې مذاکراتي پلاوې د سلامشورو په موخه خپلو هیوادونو ته راستانه شي او یوه اوونۍ وروسته مذاکرات له سره پیل کړي.
د ایران او ۱+۴ ډلي د هیوادونو تر مینځ د ایټمي مسالې او د بندیزونو د ختمېدو په هکله د مذاکراتو اتم پړاو د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډیسمبر میاشته کې پیل شوی چي تر دې دمه یې ځینې پرمختګونه هم درلودلی دی.
د بندیزونو د لیري کېدو رېښتیا ازموینې او ضمانتونه هغه مسایل دي چي ایران پر ټینګار کوي.
ټیګونه