تل پاتې امنیت په سمندرونوکې د دوامدارشتون په سیوري کې دی
سمندري ځواک هم له علمي او تجهیزاتي او هم پر سیمې دواکمنو سیاستونو او موجوده ځینو ګواښونو ته پّه پام سره ، له ځانګړي سیاسی او پوځی موقعیّته برخمنه سټراټژي ده .
زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک قوماندان امیرالبحر شهرام ایراني پرون دایران په شمال لویدیځ تبریز کې دآذربایجان شرقي ولایت د مقدسې دفاع د معارفو او علومو داستاذانو په سیمنار کې پخپلې وینا کې دسمندري تل پاتې امنیت د لوړتیا لپاره په سمندر کې پر هدفمند شتون باندې په ټينګار سره ووظیل ، دنړۍ په لیرې پراتو سمندري حدودو کې د ایران دا سلامی جمهوریت د پوځ دسمندری ځواک دوامدار ،اغیزشیندونکی او منخه نیونکی شتون ډير مهم دی .
امیر البحر ایراني په دې خبرې په ټينګار سره چې داسلامی انقلاب معظم لارښود سمندري ځواک په سمندرونو کې یوه ځلانده ملغلره بللې ، ووئيل ، سمندري ځواک هم له علمي او تجهیزاتي او هم پر سیمې دواکمنو سیاستونو او موجوده ځینو ګواښونو ته پّه پام سره ، له ځانګړي سیاسی او پوځی موقعیّته برخمنه سټراټژي ده .