اسلامي انقلاب له ایرانه د استعمار جرړه اویستله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111790-اسلامي_انقلاب_له_ایرانه_د_استعمار_جرړه_اویستله
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیال ټینګار وکړ چې اسلامي انقلاب د استعمار جرړه له ایران څخه اوباسله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 04:22 Asia/Kabul
  • اسلامي انقلاب له ایرانه د استعمار جرړه اویستله

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیال ټینګار وکړ چې اسلامي انقلاب د استعمار جرړه له ایران څخه اوباسله

ایرنا لیکلي چې سید محمد حسیني وویل: اسلامي انقلاب ته د ماتې ورکولو او یا یې د ماهیت د بدلولو لپاره د لویدیځ او د هغو د سیمه ایزو او کورنیو انډیوالانو هلې ځلې د ولس په هوښیارۍ او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تابیاؤ سره بې نتیجې پاتې شوې او د څلورو لسیزو له تیریدو وروسته سره د ټولو ستونزو او بندیزونو، د دې انقلاب اقتدار زیات کړی دی.

ښاغلي حسیني د سباؤن د لسیزې د مرکزي کمیټې د غړو د غونډې ترڅنګ چې د ایران د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف په شتون سره ترسره شوه، زیاته کړه: د اسلامي انقلاب بریالیتوب د سیمې او نړۍ په تاریخ کښې د بدلانه یو پيچومی او د یو نوي پړاؤ پیلامه ده چې د خلکو په پراخ شتون او قربانیو سره کامیاب شو او په هیواد کښې د استعمار او سلطه پالنې د جرړې د ایستل کیدو سبب شو.