د اسرائیلو رژیم ژوند په ټرور او تاوتریخوالي ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111814-د_اسرائیلو_رژیم_ژوند_په_ټرور_او_تاوتریخوالي_ولاړ_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د قدس د نیواکګر رژیم ژوند له ټرور او تارتریخوالي سره تړلی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 09:49 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم ژوند په ټرور او تاوتریخوالي ولاړ دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د قدس د نیواکګر رژیم ژوند له ټرور او تارتریخوالي سره تړلی وباله .

خطیب زاده نن له خبریالانو سره په اونیز خبري کانفرنس کښې متحده عربي اماراتو ته د صهیونیسټ رژیم د مشر د وروستي سفر په هکله وویل د قدس جعلي نیواکګر رژيم کړکیچ رامینځته کونکی رژیم دی او هغه د اپارتائید سیاست تعقیبوي او د یوه(۱) خاص قوم او د توکم د برترۍ او د ظالمانه اقداماتو د ترسره کولو هڅه کوي .

هغه د ویانا د خبرو اترو په موقته توګه د بندیدا په هکله وویل دغو خبرو په تیرو دریو (۳)اونیو کښې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او په څلورو (۴) حوزو او په ځینو نورو برخو کښې د پام وړ پرمختګونه شوي او د خبرو اترو چټکوالی ښه و .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل که چیرې نور لوري په تیره بیا امریکا د ایران په حقه غوښتنې ومني او له اټومي تړون ورهاخوا غوښتنې ونکړي نو په چټکۍ سره پایدارې او د تکیې وړ موافقې ته رسیدلی شو .

هغه د عراق او د سعودي عربستان ترمینځ د اړیکو په شمول د سیمې د هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا په هرکلي سره وویل هر څومره چې پیوستون زیات شي د ملګرتیا فرصتونه ډیریږي .

خطیب زاده د ایران او د سعودي عربستان د اړیکو په هکله هم په دې خبرې سره چې د ټکر له فضا څخه د تعامل په لور حرکت کول د سیمې د هیوادونو په ګټه دی وویل د تهران او د ریاض په اړیکو کښې کوم خاص بدلون نه دی راغلی .

د ایران د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د حملو د دوام په هکله هم وویل دغه تش په نامه ائتلاف د یمن په خلکو حملې کوي او د دغه هیواد خلک له تیرو څو کلونو راهسې د دغو تیریو  قربانیان دي .

هغه ټینګار وکړ ایران تل هڅه کړي ده چې د یمن د مظلومو خلکو د مظلومیت غږ ووسي او د یمن د ډلو ترمینځ ترمینځ د سیاسي چوکاټونو له لارې په دغه هیواد باندې څو کلن تیري پاې ته ورسوي .